1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: په افغانستان کې امن او ثبات د نړۍ په ګټه دئ

۱۳۹۰ بهمن ۱۴, جمعه

د ناټو عمومي منشي اندرز فوګ راسموسن د ناټو د دفاع د وزیرانو د دوه ورځنې غونډې په پای کې له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل له پاره دې اوږد مهاله مرستې چمتو کړي.

https://p.dw.com/p/13wev
د ناټو عمومي منشي، ندرز فوګ راسموسن
د ناټو عمومي منشي، ندرز فوګ راسموسنانځور: Reuters

راسموسن د غونډې گډونوالو ته وویل: « د یو ثبات او امن لرونکي افغانستان جوړول د سیمې او د نړۍ د هیوادونو په ګټه ده.» هغه یادونه وکړه چې دغه هدف ته د رسیدو له پاره باید د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې پروسې ته پراختیا ورکړای شي. د ناټو عمومی منشی وویل: «ښه ده، تر کومه ځایه چې امکان لري ژر تر ژره افغانان د خپل هیواد ساتنه خپله وکړي.»

ناټو تصمیم لري چې افغانستان د ۲۰۱۲م کال تر پایه د ۳۵۲ زرو سرتیرو او پولیسو خاوند شي. که چیرې له پلان سره سم افغانستان په دغه شمیر له پوځي او پولیسي روزونو څخه برخمن شي، نو هغه تشه به ډکه کړي چې د نړیوالو سرتیرو له وتلو سره رامنځ ته کیږي. خو غټه پوښتنه دا ده چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به د افغان امنیتي ځواکونو دغه لوړ شمیر له کوم درکه تمویل شي.

د فرانسې د دفاع وزیر، ژیراد لانګې، وړاندیز کړی چې د افغان امنیتي ځواکونو نوموړی شمیر ډیر زیات دئ، هغه باید ۲۳۰ زرو تنو ته راټیټ کړای شي. هغه وویل: « د اوږد مهال له پاره دغه شمیر (۲۳۰ زره) معقولیت لري.»

لانگې وویل، د امریکا متحده ایالاتو چې افغان ځواکونو ته د مالي مرسته کونکو هیوادونو په سر کی ځای لري، یادونه کړې ده چې لږ تر لږه په کال کی ۱،۱ ملیارد ډالرو ته اړتیا لیدل کیږي چې دغه شمیر امنیتي ځواک تمویل شی.


د افغانستان د امنیتي ځواکونو ظرفیت د ناټو د غړو او نه غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو چې په افغانستان کې د نړیوال امنیتي مرستندوی ځواک آیساف په چوکاټ کې سرتیري لري، د بحث موضوع وه.

دا چې په راتلونکې کې دقیقا افغانستان څه شمیر پولیس او عسکر ولري د مې په میاشت کی به د متحده ایالاتو د شیگاکو په ښار کې د ناټو په یوه بله سر مشرییزه کې پرې تصمیم نیول کیږي.

د فرانسی او امریکا متحده ایالاتو د وروستې یادونو چې ګواکې له ټاکلې مودې څخه مخکې جنګي عملیات ښایې پای ته ورسوي، د ناټو عمومی منشي وویل چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به دغه عملیات دوام ولري.

خو د ناټو تر مشرې لاندې د آیساف ټول غړو هیوادونو د فرانسې له هغه یو وړاندیز سره موافقه وکړه تر څو د افغانستان په ملي پوځ او ملي پولیسو کې د طالبانو د نفوذ د مخنیوي له پاره یو هر اړخیز پلان جوړ شي.

فرانسی وروسته له هغې په دغه پلان باندې تینګار وکړ چې د هغې ۴ سرتیری څه د پاسه دوه اونۍ مخکې د یو افغان سر تیري له خوا په کاپیسا کی ووژل شول.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض