1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: په هلمند کي د 7 ولسي کسانو وژنه څيړو

۱۳۸۹ مرداد ۲۲, جمعه

د زيارت په ورځ د ايساف ځواکونو ويلي وه چي دوی د هلمند په بيلو سيمو کي تر گوزار لاندي راغله. ايساف زياته کړه چي بهرنيو عسکرو يوه ميرمنه په ډزو ووژله

https://p.dw.com/p/OmjN
ملگري ملتونه: په 2010 م ميلادي کال د ولسي وگړو په مرگ ژوبله کي زياتوالی راغلی دی.انځور: AP

د ناټو په مشري په افغانستان کي د ايساف ځواکونو د زيارت په وځ وويل چي د هغې پيښي پلټنه به وکړي چي په ترڅ کي يې د افغانستان په سويل کي 7 ولسي وگړي ووژل سول. ناټو وايي چي د دې پلټنه به وکړي چي ايا دغه ولسي کسان د بهرنيو عسکرو لخوا په تېروتنه يا ناپامي کي وژل سوي دي. ناټو پداسي حال کي دغه هوډ څرگندوي چي ملگرو ملتونو دوې ورځي تر مخه په افغانستان کي د ولسي خلکو په وژنو کي د زياتوالي راپور ورکړی ؤ.

ايساف ويلي دي چي د هلمند د لښکرگاه په لويه دره سيمه کي پر دوی دروند وسله وال بريد وسو. د ايساف د زيارت د ورځي د خبرپاڼې په وينا بهرنيو عسکرو وروسته هوايي مرسته راوغوښته تر څو هغه په هوايي بمبارۍ سره د وسله وال بريد ځواب ووايي. خبرپاڼه زياتوي چي ددغي ورځي په پای کي ژوبل سوي او وژل سوي ولسي کسان د ايساف و پوستې ته نژدې راوړل سول چي وروسته ايساف ژوبل سوي کسان د درملنې لپاره خپل روغتون ته يووړل. په خبرپاڼه کي ندي ويل سوي چي د ژوبل سوؤ او وژل سوؤ ولسي کسانو شمېر څو ؤ.

ايساف په خپله خبرپاڼه کي ويلي دي چي پدې هکله يې پلټنې پيل کړيدي چي ايا د ايساف عسکرو په ناپامي کي و دغو ولسي خلکو ته مرگ ژوبله اړولې ده که څنگه. د زيارت په ورځ د ايساف په يوه بله خبرپاڼه کي ويل سوي وه چي په هلمند کي ددوی پر عسکرو بريد سوی چي له وجې يې د رامنځ ته کيدونکي جگړې په ترڅ کي د بهرنيو عسکرو په ډزو يوه افغانه مېرمنه وژل سوېده.

ISAF Soldaten in Afghanistan
په افغانستان کي د بهرنيو عسکرو شمېر 150 زرو ته رسيږيانځور: AP

په افغانستان کي د ولسي کسانو وژنه د حامد کرزي د حکومت او د هغه د مرستندويو لوېديځو ځواکونو تر منځ د اختلاف مهم ټکی پاته سوی دی. په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو پخواني قومندان جنرال سټېنلي ميکرسټل په خپله نوې ستراتيژۍ کي هڅه وکړه چي د ولسي کسانو د وژنو شمېر راټيټ کړي او په تېر ميلادي کال په رشتيا هم د ولسي کسانو د وژنې پيښي کمي سوي وې.

د ايساف وياند ډگروال رافائيل توريس وايي چي ايساف په لښکرگاه کي د ولسي خلکو وژنه ډيره جدي نيولې ده. نوموړی وويل:

« موږ سيمي ته د افغانانو او ايساف يو پلاوی استولی دی چي د پيښي پلټنه وکړي.»

ايساف او ناټو د افغانستان په ناقراره ولايتونو کندهار او هلمند کي په پوځي عملياتو بوخت دي. په نوموړو ولايتونو کي د په تيرو مياشتو کي د وسله والو بريدونو او د ناقرارۍ پيښي هم زياتي سوي دي.

پداسي حال کي چي په افغانستان کي د بهرنيو عسکرو شمير 150 زرو ته نژدې دی پدغه هيواد کي په روان کال کي د بهرنيو عسکرو د وژنو شمېري يوه نوي ريکارډ ته رسېدلي دي.

د سه شنبې په ورځ ملگرو ملتونو په خپل نيم کلني راپور کي ويلي وه چي په 2010 م ميلادي کال په افغانستان کي د ولسي خلکو په وژنه کي د 31 فيصدو زیاتوالی راغلی دی. په روان ميلادي کال په افغانستان کي 1271 ولسي کسان وژل سوي او 1997 ژوبل سوي دي. په راپور کي ويل سوي چي د 76 فيصدو ولسي وژنو مسؤليت د طالبانو په غاړه دی.

ليکونکی: احمدولي اڅکزی / آژانسونه

کتونکی: عبدالحکيم باري