1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د افغانستان په اړه بله سرمشریزه راغواړي

dpa/AFP/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۱۱, شنبه

د متحده ایالاتو ولسمشر او د ناټو عمومي منشي په دې خبره هوکړې ته رسیدلي دي، چې د افغانستان د وضعې او په ۲۰۱۴م کال کې له دغه هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د راوتلو په اړه د ناټو یوه بله سرمشریزه راوغواړي.

https://p.dw.com/p/18iAy
انځور: Reuters

په سپینې ماڼۍ کې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د مې ۳۱مه) بارک اوباما له اندرس فوګ راسموسن سره تر لیدنې کتنې وروسته وویل چې په ۲۰۱۴م کال کې به د ناټو د دغه سرمشریزي له پاره راسموسن پلان او کوربه هیواد وټاکي.

اوباما زیاته کړه چې ده او راسموسن د راتلونکي کال تر پایه له افغانستان څخه د جنګي ځواکونو د راوتلو او د افغان ځواکونو له لوري په موثره توګه د خپل هیواد د امنیت ساتلو په برخه کې د لازمو اقداماتو په اړه بحثونه کړي دي. د اوباما په وینا د ناټو غړي هیوادونه به دا خبره ډاډمنه کړي چې حتې له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو تر راوتلو وروسته هم، افغانستان د تروریزم په مرکز وا نه وړي.

اوباما په خپلو خبرو کې وویل چې د ۲۸ هیوادونو پوځي اتحاد به په دغه غونډه کې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو د وروستي فصل پر سر ټینګار وکړي او «د راتلونکي په اړه به داسې یو انځور وکاږي چېرې چې به مونږ د افغانستان له حکومت سره د افغان ولس او د نړیوال امنیت په موخه مشارکت کوو.»

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه به په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت پای ته ورسیږي او بهرني سرتیري به خپلو هیوادونو ته وروګرځي. خو نا د ناټو عمومي منشي وویل چې د ناټو کم شمیر ځواک به په دغه هیواد کې د روزنې، مشورو او همکارۍ په موخه پاتې شي.

راسموسن زیاته کړه چې ناټو د یوه روزنیز ماموریت د چمتو کولو له پاره تیاری نیسي چې په ۲۰۱۵م کال کې به پیل شي. هغه وویل: «دا به بیخي بل ډول ماموریت وي. یو غیر جنګي ماموریت به وي چې په څرګند ډول به په کې کم شمیر ځواکونه او روزونکي برخه ولري.»

«امریکا ښایي په افغانستان کې ډیر شمیر پوځیانو ته اړتیا ولري»

په افغانستان د ناټو ځواکونو پخواني قوماندان جنرال جان الین د جمعې په ورځ ویلي دي چې د ۲۰۱۴م کال وروسته د افغان پوځ د مرستې له پاره ښایي متحده ایالات په افغانستان کې د لومړني اټکل په خلاف لا زیات شمیر امریکایي ځواکونو ته اړتیا ولري.

جان الین چې په افغانستان کې یې یو نیم کال دنده تر سره کړې، تر دې د مخه چې په د روان کا د فبروري په میاشت کې له خپلې دندې لیرې شي، په افغانستان کې د ۱۳۶۰۰ امریکایي سرتیرو د پاتې کیدو وړاندیز کړی وو.

په اوسني وخت کې د بارک اوباما اداره له افغان حکومت سره د اوږد مهاله امنیتي تړون پر سر په مذاکراتو بوخته ده. خو په دې اړه لا څه نه دي ویل شوي چې په ۲۰۱۴م کال کې به د ناټو د جنګي ځواکونو تر راوتلو وروسته څومره امریکایي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي.

یو رپوټ چې جان الین یې مرستیال لیکوال دی او عامه محضر ته وړاندې شوی، په افغانستان کې د دریو کلونو له پاره په موقتي توګه د پوځونو د پاتې کیدو خبره شوې ده. رپوټ زیاتوي چې د ۲۰۱۴م کال وروسته ښایي متحده ایالات په افغانستان کې زرونو امریکایي سرتیرو ته اړتیا ولري، تر څو افغانان د خپل هوایي او ځانګړو ځواکونو په جوړولو او د استخباراتي معلوماتو په راټولو وتوانیږي.