1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو ځواکونه تر ۲۰۱۴ کاله پوري د افغانستان څخه وزي

۱۳۸۹ آبان ۳۰, یکشنبه

د ناټو د غړو هيوادونو مشرانو د ليزبن په غونډه کي دا پريکړه وکړه چي تر ۲۰۱۴ کاله پوري به د افغانستان څخه خپل ټول جنګي ځواکونه و باسي.

https://p.dw.com/p/QERY
انځور: AP

د هغوی په خبره دا ددې معني نه لري چي ګواکي هغوی افغان حکومت يو په يو طالبانو ته ور پرېږدي. « د نړيوال تروريزم په وړاندي مبارزه کي کابل د ناټو ستراتيژيک ملګری پاته کيږي.»

د ليزبن د غونډي په دوهمه ورځ د ناټو تر مشرۍ لاندي د ايساف ځواکونو دهيوادونو مشرانو چي د ملګرو ملتونو په پرېکړه يې ځواکونه په افغانستان کي په پوځي ماموريت بوخت دي وويل چي نن دا پريکړه وسوه چي افغانانو ته به د مسووليت سپارلو پروسه پيل کړي.

د ناټو عمومي منشي اندرز فوګ راسموسن يوار بيا يادونه وکړه چي افغانان به هيڅ کله يوازي نه پريږدي.

افغان ولسمشر ددې پريکړه څخه چي تر ۲۰۱۴ کاله پوري دي امنيتي مسوليت افغان امنيتي ځواکونوته وسپارل سي هرکلی وکړی.

دغه راز د ليزبن د غونډي په پای کي د امريکا د متحده ايالاتو جمهورريس بارک اوباما د ناټو او افغانستان تر منځ د مشارکت د تړون ملاتړ وکړی او دغه راز يې يوار بيا ټنګار وکړی چي د راتلونکي کال په جولای مياشت کي به د امريکايي ځواکونو په وتلو پيل وکړي.

دغه راز د ليزبن د غونډي په دوهمه ورځ د افغانسان پر موضوع سر بيره د روسيې سره د همکاريو د پراختيا او په اروپاکي د امريکا په غوښتنه د توغنديو د دفاعي سيسټم د جوړولو موضوع باندي هم خبري وسوې.

د ناټو عمومي منشي رازموسن د روسيې-ناټو د غونډي په پای کي په يوه خبري غونډه کي وويل چي دواړه داسي يوې موافقې ته ورسيدل چي د تروريزم خطرونه دواړو يا ټولو ته متوجه دي.

هغه وويل چي دداسي خطرونو لپاره بايد ګډه همکاري وي. خو دا چي څنګه همکاري روښانه يې نه کړه.

د غونډي څخه مخکي داسي ويل کېده چي په اروپاکي د توغنديو ددفاعي سيسټم پر جوړيدو به ښايي دواړي غاړي يوې موافقې ته ورسيږي. خو د ناټو منشي په وروستۍ خبري غونډه کي پدې اړه څه ونه ويل.

نجيب الله زيارمل/ ليزبن پرتګال

کتونکی: عبدالباري حکيم