1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: ډېر ژر به افغان امنيتي چارواکو ته د څو ولايتونو چاري وسپارلي شي

۱۳۸۹ اسفند ۲۰, جمعه

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وویل چي ملي اردو او پولیس اوس تیار دي چي « د خپل وطن او د خلکو د ساتلو مسؤلیت په خپله غاړه واخلي.»

https://p.dw.com/p/R8N6
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسنانځور: dapd

دا پداسی حال کی ده چی افغان ولسمشر حامد کرزی به په رسمی ډول د مارچ په ۲۱ د بهرنی ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د قدرت د انتقال مهال ویش اعلان کړی. چارواکی وای چی په اولنی قدم کی به د شپږو سیمو امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شی چی د هغی له جملی څخه د لشکرګاه، مزار شریف او د هرات مرکزونه دی.

په بروکسل کی د ناټو تر سرمشری لاندی ددفاع د وزیرانویوه غونډه جوړه شوی ، په دی غونډه کی به افغان ځواکونو ته د امنیت د سپارلو د پلان په سر خبری اتری روانی دی، پداسی حال کی چی هیواد کی په پراخه کچه د زور زیاتی پیښی او په افغان پولیسو کی په دومداره توګه کمزتیاوی شتون لری. په دی غونډه کی شاوخواد ۵۰ هیوادو وزیران ګډون لری

دلویدیځ دپلان له مخی افغان ځواکونو ته دامنیت مسؤلیت سپارل لمړیتوب لری او په دی کار سره غواړی په افغانستان کی په تدریجی ډول خپله نظامی ونډه کمه کړی. چیری په ۲۰۱۰ م کال کی د زور زیاتی پیښی تر خپل لوړه حده رسیدلی وی.

افغانی او خارجی مقامات طمعه لری سره ددی چی داخلی ځواکونه د بی سوادی، دعسکری څخه تښیته او په ډیره کمه کچه د یاغیانو د نفوذ تر تاثیر او داسی نورو ستونزو سره لاس په ګریوان دی، پر دی به وتوانیږی چی د ۲۰۱۴ م تر اخره به د طالبانو خلاف جګړه په خپل لاس کی واخلی. ځکه چی افغان ځوکوانه همدا اوس هم د هیواد د مهمو سیمو لکه د پلازمینی کابل امنیت د ناټو قواو سره په شریکه توګه پرمخ بیایی.

تیره اوونی د امریکی ددفاع وزیر رابرټ ګیټس د هغو پوځی اډو څخه لیدنه کړی وه چیری چی ډیری امریکای پوځیانو د طالبانو سره په جګړه کی خپل ژوند د لاسه ورکړی وو، خو لا تر اوسه یی ددی خبری اعلان نه دی کړی چی د جولای په میاشت کی به خپل څومره سرتیری له افغانستان څخه وباسی.

برطانیه پلان لری چی د ۲۰۱۱ کال په اوایلو کی د خپلو پوځیانو په راوستلو شروع وکړی، د برطانیی صدراعظم ډیوډ کیمرون ویلی چی غواړی تر راتلونکو پنځو کلونو پوری خپل جنګی پوځیان له افغانستانه څخه راوباسی. برطانیه تر امریکا وروسته دوهم هیواد دی چی په افغانستان کی پوځی شتون لری.

اټکل کیږی چی فرانسه به سږکال د سرتیرو په راویستو لاس پوری کړی. دافغانستان جنګ دهالنډ او المان هیوادونه د سختو سیاسی کړکیچونو سره مخامخ کړل.

سيد رياض / آژانسونه

کتونکی: احمدولي اڅکزی