1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناپیژندل شویو وسلوالو په بلخ کې ۱۳ مسافر ووژل

حمیدالله صافی۱۳۹۴ شهریور ۱۴, شنبه

ناپیژندل شویو وسلوالو کسانو د شنبې په ورځ د مزاشریف ښار او زارې ولسوالۍ ترمنځ له دوو موټرو څخه ۱۴ مسافر راښکته کړي او له ډلې څخه یې له یوې ښځې پرته ۱۳ نارینه وژلي دي. د بلخ پولیس وایي په دې اړه یې څیړنې پیل کړي دي.

https://p.dw.com/p/1GRXd
انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: DW/M. Wafayee

[No title]

د زارع ولسوال جعفر حیدري، له دویچه ویله سره د تلیفون پر کرښه مرکه کې وویل چې دغه مسافر چی ټول د هزاره له قوم څخه دي له مزاشریف ښار څخه زارع ولسوالۍ ته روان وو چی وسله والو ووژل.

د ولسوال په خبره د دوی لومړنۍ څیړنې ښيي چې دغو وسله والو د پولیسو جامې پر تن کړې وې او له برید وروسته له سیمې څخه تښتیدلي دي. د بلخ د امنیه قومانداني د پیښې پخلی کوي او وایي چې څیړنې یې پیل کړي دي.
د دغو کسانو د ژلو مسوولیت تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی خو د بلخ ولایت د پولیسو ویاند وویل چې برید کوونکي کیدای شي غله وي.
له تیرو درو میاشتو راهیسې دا په زارع ولسوالی کی دویمه ورته پیښه ده. تر دې مخکې ناپيژندل شویو وسلوالو د یوه بهرني وګړي په ګډون د ملي پیستون نهه تنه کارکونکي وژلي وو.
د پیښې جزئیات په مرکه کې واورئ.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب