1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ناڅاپي رېږدېدل له کومه کيږي؟

۱۳۹۸ تیر ۳۱, دوشنبه

د بدن د ناڅاپي لړزې له پاره بیلابیل لاملونه موجود وي. ډیر وخت د مایعاتو څښاک او آرامش د دې حالت د له منځه تلو سره مرسته کوي. خو د بدن ناڅاپي لړزه کیدای شي د جدي ناروغیو نښانه هم وي.

https://p.dw.com/p/3MXIL
Symbolbild - Parkinson: Zitternde Hände
انځور: picture-alliance/dpa/H. Wiedl

پر بدن د ناڅاپي لړزې راتلل، یو ډیر کړوونکی حالت وي. هغه څوک چې له دې وضعیت سره مخامخیږي، ناڅاپي د خپل بدن کنترول له لاسه ورکوي، د بدن ځینې غړي او یا یې هم ټول بدن ريږدي. دا هم شونې ده چې دغه کس ولوېږي او یا بې هوښه شي.

د بدن لړزه کیدای شي څو ثانیې او یا آن څو دقیقې دوام وکړي.

بیلابیل لاملونه

ډیر وخت په بدن کې د اوبو کمیدل یا «دیهایدریشن» د بدن د لړزې د احتمالي لامل په توګه په ګوته کیږي. د انسان بدن څه نا څه ۷۰ سلنه له اوبو جوړ دی. د انسان مغازه خو بیا ۹۰ سلنه له اوبو جوړ شوی دی. اوبه زموږ د بدن حجرو ته اکسیجن او غذایي توکي رسوي. په عین حال کې اوبه د پښتورګو له لارې د انسان له بدن څخه هغه مواد چې اړین نه وي، هم باسي.

د هغو کسانو په بدن کې چې په کافي اندازه اوبه یې نه وي څښلي، خوله یې کړي وي او یا هم اسهال او زړه بدي ولري، د اوبو له کمښت سره مخامخیږي. که د اوبو دغه کمښت په موقع رفع نه شي نو وینه غلیظه شي او د بدن سیستم د «اخطار حالت» ته ورځي او لړزیږي.

د بدن اوبو د کمښت ګواښ تر نورو ډیر ماشومان او ډیر عمر لرونکي کسانو ته وي. د عمر له ډیریدو سره د تندې احساس کمزوری کیږي او له همدې کبله ډیر عمر لرونکي دې ته نه متوجه کیږي چې بدن یې د اوبو له کمښت سره مخامخ دی.

د وینې د قند ټیټیدل هم کیدای شي په بدن کې تشنج رامنځ ته کړي. د بیلګې په توګه هغه څوک چې ډیر سترس، درد او یا هم خستګي لري کیدای شي د بدن له لړزې سره مخامخ شي. هغه کسان چې ډیره قهوه هم وڅښي، هم د بدن له لړزیدو کړیدای شي.

په ځینو مواردو کې بیا لړزه د دې په خاطر هم وي، چې بدن بیرته نورمال حالت ته وگرځي. د بیلګې په توګه کله چې هوا ډیر سړه وي، نو بدن د ځینو عضلاتو په لړزېدو سره ډیره تودوخه تولیدوي او دغه رېږدېدل هغه مهال له منځه ځي چي د بدن حرارت ۳۵ درجو ته ورسيږي.

په یوې جدي ناروغۍ د اخته کیدو علایم

خو د بدن لړزیدل کیدای شي د یوې جدي ناروغۍ نښانه هم وي. د بدن ناڅاپي تشنج کیدای شي د ایپیلیپسي یوه علامه وي. خو لړزه او تشنج د وینې په جریان کې د اختلال راتلو له کبله هم رامنځ ته کیدای شي. بل لامل یې مغزو ته زیان رسیدل هم دی.

دا چې د ایپيلیپسي ناروغان ولې رېږدي، ډیر وخت یې لامل روښانه نه وي. خو په ځینو کسانو کې دغه لړزه کیدای شي مغزو ته د زیان رسیدو، سکتې او یا هم مغزي تومور له کبله پیدا شي.

د بدن هغه تشنج یا لړزه چې لامل یې ایپیليپسي نه وي، کیدای شي د مغزو د تحریک له کبله رامنځ ته شوي وي: د بیلګې په توګه د ځینو درملو پر ضد د بدن د غبرګون، تبي او یا هم مکروبي کیدو پر مهال د بدن لړزه.

د حرکت یا هم سکون په حالت کې لړزه

مهمه خبره دا ده چې لړزه په کوم حالت کې رامنځ ته کیږي. ایا په داسې حالت کې رامنځ ته کیږي چې یو کس د حرکت په حال کې دی او یا دا چې هغه ولاړ دی.

که یو څوک د حرکت په حالت کې لړزیږي کیدای شي لامل یې ځینې عضلات وي. د سکون په حالت کې د لړزیدو مشهوره لامل د پارکینسون ناروغۍ ده.

ډیر هغه کسان چې لړزیږي په «اسنشیال ترمور» اخته وي چې دا کیدای شي عصبي او یا هم ارثي اختلال وي. د دغه ډول اختلال نښې په معمولي ډول د ۲۰ او ۶۰ کلونو عمر تر منځ رابرسیره کیږي او بیا د وخت په تیریدو سره ډیریږي. په دې اختلال اخته کسان هغه وخت لړزیږي چې هغوی د خپل بدن له یوه غړي څخه په دوامداره توګه او یا هم داسې استفادي وکړي چې د بدن دغه غړي ډیر خسته شي. پر دې سربیره د بدن په غړو سره د ځينو کارونو کول، غړي رېږدوي، د بیلګې په توګه د ورځپاڼې د لوستلو او یا هم ډوډۍ خوړلو پر مهال. د دغه ډول عصبي اختلال لرونکو کسانو ډیر وخت لاسونه، بازوگان او غږ لړزیږي.

ډاکټر ته تلل ضروري دي

ډیر وخت تمرین او متداوم ورزش د لړزې او تشنج مخه نیسې ځکه دغه څه سترس او ویره له منځه وړي چې دواړه د لړزې په رامنځ ته راتلو او ډیریدو کې نقش لوبوي. په عین حال کې باید د لړزې د مخنیوي له پاره د الکهولو او ډیرې قهوې له استفادې ډډه وکړو.

خو که لړزه او تشنج پرته له سترسه نور لاملونه ولري، نو کیدای شي چې سړی په یوې جدي ناروغۍ اخته شوی وي. په دې صورت کې نو بیا ډاکټر ته تلل حتمي دي.