1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

نایب: له ډګر ساتنې راضي نه یم

۱۳۹۸ تیر ۴, سه‌شنبه

د افغانستان د کريکټ لوبډلي کپتان ګلبدین نایب، له بنګله دیش سره په لوبه کې د خپلي لوبډلي پر خراب ډګر ساتنې باندې نیوکې وکړي. افغانستان دغه لوبه د ۶۲ مڼدو په توپیر بایلوده.

https://p.dw.com/p/3L2Sz
ICC Cricket WM 2019 England - Afghanistan
انځور: Reuters/Action Images/L. Smith

د نړیوال جام د سیالیو په ترڅ کې د افغانستان او بنګله دیش تر منځ لوبه کې له افغان لوبغاړو بالونه ولوېدل او توپونه ترې تیر هم شول. د بنلګه دیش د ښې توپ وهنې او افغان لوبغاړو خرابې ډګر ساتنې په پایله کې، بنګله دیش وتوانید چې د اوو لوبغاړو په سوځیدو سره افغانستان ته د ۲۶۲ منډو هدف وټاکي.

نایب تر لوبې وروسته خبري کنفرانس ته وویل چې د افغان لوبغاړو د خرابې ډګر ساتنې په پایله کې بنګله دیش ۳۵ اضافي منډي وکړې. نایب وویل: «موږ ۳۰ یا ۳۵ اضافي منډې ورکړې. دا د خرابې ډګر ساتنې له کبله وې. موږ یو ځل بیا چانس له لاسه ورکړ.»

نایب همداراز د راشد خان له لوبې هم راضی نه وو. راشد خان په روان نړیوال جام کې ښه نه دی ځلیدلی. نایب وویل: «راشد خان سل سلنه هڅه کوي خو که سړی ډکر ساتنې ته وګوري نو زه ناراضي یم.»

نایب زیاته کړه: «پخپله راشد خان هم له ډګر ساتنې خوشحاله نه وو. یو وخت هغه په لوبغالې کې ډیر په غوسه وو. ما ورته وویل چې آرام سه او پرخپل توپ غورځوني باندې تمرکز وکړه. خو زه فکر کوم چې هغه هلته د ډکرساتنې له کبله خپل تحرک له لاسه ورکړ.»

نایب د پچې تر ګټلو وروسته لومړۍ د توپ اچونې د پریکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې افغانستان څو «کیچونه» نه وای غورځولي او اضافي منډې یې نه وای ورکړې، نو لوبه ښايي بل ډول پای ته رسیدلې وای.

افغانستان د دوشنبې ورځې په لوبه کې ټول ټال ۲۰۰ منډې وکړې. خو د بنلګه دیش له خوا بیا شکیب الحسن ډیر ښه وځلید هغه ۵۱ منډي وکړې او بیا یې پنځه ویکټې واخیستې.

(ms/nz (afp