نایجیریا: د کلیسا د چت د لويدو له امله ۲۰۰ تنه مړه شوي

په سویلي نایجیریا کې د یوه کلیسا د چت د لوېدو له امله ۲۰۰ انسانان وژل شوي. دغه کليسا د نایجیریا د اَکوَا اِبوم ایالت په مرکز اویو کې موقعیت درلود. سیمه ييزو چارواکو د پيښې د لامل پيدا کولو په هکله د تحقیقاتو امر کړی.

د اَکوَا اِبوم په ایالت کې میډیکل یونیورسټي یا پوهنتون روغتون مشر ایتیتي پیترز، وایې چې د چرچ یا کليسا د چت د غورځیدو له امله ۲۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. نوموړي اندیښنه ښودلې چې د خرابو تر ليري کولو وروسته کیدای شي د وژل شویو عبادت کوونکو شمیر نور هم لوړ شي.

د اویو ښار یو ځوان سیاستوال ایدکان پیترز، وایې چې د ښار په څو مرده خانو (د مړو په یخچالو) کې جسدونه ایښودل شوي دي چې د هغه په خبره دا د مړو په دقیق شمیر کې نه دي شامل کړای شوي.

د چت غورځیدنې دغه پيښه د اویوو ښار په (رایګنر بائبل چرچ) کې رامنځته شوې. د دغه کلیسا د جوړونې ساختماني چارې خپل وروستي پړاو ته رسیدلي وې. کارګر د پرانيستې د مراسمو له پاره د وروستیو ودانیزو چارو د بشپړولو په هڅه کې ول، چې د دغه پراخ تالار د ودانې چت پر عبادت کوونکو را ولوید.

د دغې پيښې پر مهال د ایالتي وزیر سربیره په لسګونو کسانو په دغه کلیسا کې حضور درلود. د کانکریټ او اوسپنیزو سیخانو څخه د جوړ شوي چت د خرابو د لیري کولو کار جریان لري.

د کشیش په توګه د دغه کلیسا د بنسټ ایښودونکي د هغه پر مقام یا چوکۍ د کښینولو بندوبست شوی وو. په دغو مراسمو کې د اَکوَا اِبوم ایالت ګورنر ادوم مانویل هم شتون درلود. د چهت تر غورځیدو وروسته د کلیسا کشیش اکان ویکس، او ایالتي وزیر ادوم مانویل په حیرانونکي توګه له ټپي کیدو بچ پاتې شوي دي او کوم زیان ورته نه دی رسیدلی.

د ایالتي وزیر ویاند ویلي دي چې حکومت په دغه کلیسا کې د استعمالیدونکو موادو د کیفیت او استحکام په هکله د تحقیقاتو پیلولو امر کړی دی. په بیانیان کې زیاته شوي چې که د پيښې په هکله د خیانت شواهد ترلاسه شي، نو په د دې پروژۍ په ساختماني کارونو کې ښکیل ټول کسان به د محکمې په کټاره کې ودروي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.08.2015):

انځورونه: په نایجیریا کي د سروزرو کانونه

وژونکی زهر

اوس هم په نایجیریا کي په سونو کوچنیان له کانونو څخه د سرو زرو په راايستلو بوخت دي. د روان کال په می میاشت کی لا ۲۸ کوچنیان چي شپږ کلنۍ ته لا نه ول رسېدلي مړل سول. د هغوی خویندو او وروڼو په زهری موادو ککړی خښتې خپلو کورونو ته یووړې تر څو هلته یې صیقلې کړي. ددې کار په نتیجه کي زهري مواد خپاره سول. د هغو ډیره کمه اندازه هم د کم عمره کوچنیانو له پاره د ژوند په بیه تمامیږي.

انځورونه: په نایجیریا کي د سروزرو کانونه

زړه بوږنوونکی ورځنی ژوند

کله چي د کوچنیانو کالي هم د دغه ډول زهري موادو سره تماس پیدا کړي ، نو د هغوی د وینی جریان نامنظم کیږي. که څه هم درې میاشتی مخکي لا په دغه ځای کی یوه غمجنه پیښه رامنځته سوه ، خو بیا هم پکښي کوم بدلون نه دی راغلی. زیاتره کوچنیان شپږکلن دي چی له سهاره تر ماښامه پوري د زرو ټوټو په پيدا کولو بوخت دي. په دغه ځای کی لویان ډیر کم تر سترگو کیږي.

انځورونه: په نایجیریا کي د سروزرو کانونه

وژونکي سُرب

د دې له پاره چي کوچنیان په ښه ډول د ځان ساتنه وکړي، یوه مرستندویه ټولنه په کلي کي هغوی ته توضیحات ورکوي: کوچنیان باید د کار کالي له ځانه سره کورته یو نه سي.هغوی باید کیمیاوي مواد ونه کاروي او خطرناکو کانونونو ته نژدې نه سي. خو مرسته کوونکي هم نه سي کولای چی له دې کار څخه په بشپړ ډول، د کوچنیانو مخه ونیسي.

انځورونه: په نایجیریا کي د سروزرو کانونه

د ښوونځي پرځای کان کیندنه

دغه نجلۍ چي هابي نومیږي وایی «زما کورنۍ پیسو ته اړتیالري». دا په دې نه پوهیږي چي څو کلنه ده خو له دوو کلونو راهیسي په دغه کان کي کار کوي. خو د نورو کوچنیانو برعکس دا لږترلږه کله کله ښوونځي ته هم ځي.

انځورونه: په نایجیریا کي د سروزرو کانونه

له کړاوونو ډک سفر

د سرو زرو زیاتره کانونه د نایجیر په ایالت کي پراته دي.د باراني موسمونو پر وخت د دغه ځای اړیکي د هیواد له نورو سیمو څخه پرې کیږي. دغه ځای ته یوازینۍ لاره په یوه ویاله تبدیلیږي. موټران ورباندي تگ راتگ نه سي کولای. موټرسایکلونه باید په سختۍ سره له اوبو څخه تیر سي. ساعتونه وخت نیسی چی سړی دي ځان هغه سړک ته ورسوی چی کلو ته ځي.

انځورونه: په نایجیریا کي د سروزرو کانونه

د کوچنیانو له پاره شاقه کار: یعنی څه؟

له هغه وروسته چي ۲۸ کوچنیانو د زهری موادو سره د تماس په نتیجه کي مړه سول، نو د دغه کار د مخنیوي له پاره ځانگړي ځواکونه وگومارل سول.خو د محلي حکومت په مقر کي بیا پر دې کار سترگي پټیږي چي گواکي دلته کوچنیان استثمار کیږي. د دغي کاري ډلي مشر الحاجي عبدالاحي عثمان وايي د کوچنیانو له پاره شاقه کار: یعنی څه؟

انځورونه: په نایجیریا کي د سروزرو کانونه

صحي تدابیرو ته نه لاس رسی

د کانونو په دغه سیمه کي د شاوخوا اتیا سلنه کوچنیانو په وینه کی په لوړه اندازه سُربي مواد اندازه سوي دي. خو له بلي خوا کافي ډاکټران هم نه سته چی د دغو کوچنیانو درملنه وکړي. کانونو ته نژدې یوازی یو مؤقتی کلینیک سته چي ډاکټر یې هم د طب سم تحصیل نه دی کړی.

انځورونه: په نایجیریا کي د سروزرو کانونه

پنځه ټولگي،۱۴۳ زده کوونکي او یو ښوونکی

د شیکیرا د کلي په یوه مکتب کي یوازي یو ښوونکی ، ۱۴۳ زده کوونکو ته د ټولو مضامینو درس ورکوي. عبدالحی غربه وايي چي زیاتره کوچنیان له مکتبه تښتي او کانونو ته د کار له پاره ځي.د هغه په نظر زیاتره کورنۍ نه سي کولای چي خپلو کوچنیانو ته د مکتب یونیفورم رانیسي.

انځورونه: په نایجیریا کي د سروزرو کانونه

د غبرگونونو پر ځای نورکانونه

نایجیریایی ژورنالیست اروکاینو اوموکورو ، له هغه وروسته چي ۲۸ کوچنیان د کانونو قرباني سول، ددغې سیمې د یوې مشهورې ورځپاڼي له لاري یې په دې اړه رپوټونه خپاره کړل. هغه وایی بیا هم په دې اړه کوم بدلون نه دی راغلی. برعکس نور کانونه هم اضافه سوي دي.

اړوند مطالب

موږ تعقيب کړئ