1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نتانیاهو ایران له نازي رژیم سره پرتله کوي

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۴ فروردین ۲۷, پنجشنبه

د اسرائیلو صدراعظم، بنیامین نتانیاهو د یهودیانو د عام وژني (هولوکاست) د یادون له ورځې څخه پر ایران باندي د لفظي حملې له پاره استفاده وکړه. هغه د نازیانو د انسان وژني سیاست د تهران له بهرني سیاست سره مساوي گڼلی.

https://p.dw.com/p/1F9Dh
انځور: Reuters/Abir Sultan

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نیتانیاهو نړیواله ټولنه تورنه کړه چې د ایران له زور پالونکي سیاست څخه سترگي پټوي، لکه دا کار چې يې یو وخت د نازي آلمان پر وړاندي کاوه. د اسرائیلو په «یاد واشیم» نومي یادگار کې د نازیانو له خوا د یهودیانو د عام وژنې (هولوکاست) د ورځي د یادون په مراسمو کې نیتانیاهو وویل: «لویدیځو قدرتونو د دوهمي نړیوالي جگړې ترمخه یوه ډيره ناوړه غلطی وکړه او موږ اوس باور لرو چې هغوی اوس هم داسي یوه ترخه اشتباه کوي.»

نیتانیاهو وویل چې په هغه وخت کې نړیوالي آزادي ټولني هڅه وکړه چې له نازي رژیم سره روغه جوړه وکړي او په دې ډول خپل «ښه نیت» ورته څرگنده کړي. کوم خبرداری چې په دې هکله موجود وو، هغه له پامه وغورځول شول.

نیتانیاهو یادونه وکړه چې اوس هم نړیوالي ټولني خپل سترگې پټي کړي دي. د اسرائیلو صدراعظم وویل، دا په داسي حال کې ده چې نړیواله ټولنه ویني چې ایران په یمن، سوریه او یا غزه کې د تندلارو ډلو ملاتړ کوي.

هغه وویل: «څرنگه چې نازیانو هڅه کوله چې مدنیتونه له مینځه یوسي او په اصطلاح لوړ نژاد پر ټوله نړۍ باندي واکمن وي، په داسي حال کې چې هغوی یهودي ولس تباه کړ، همدا ډول ایران هم غواړي چې پر ټوله سیمه باندي کنترول ولري، خپله واکمني پراخه کړي او په دې ډول یهودی دولت ویجاړ کړي.»

نیتانیاهو په خپله وینا کې د پوښتني په توگه وايي: «آیا نړۍ رښتیا هم د تیري پیړۍ د نه باور وړ نړیوالي او یهودي غمیزي څخه عبرت اخیستی دی؟» د اسرائیلو صدراعظم زیاته کړه: «دغه ناوړه تړون چې له ایران سره پلان شوی دی، موږ ته درس راکوي چې تاریخي عبرت لا تراوسه په سمه توگه اخیستل شوی نه دی.»

هغه وویل چې د ایران هستوي بنسټیز تأسیسات کیدای شي چې د لوزان له اټومي موافقې څخه وروسته پاته او حتی پراخ کړای شي. نیتانیاهو پر ایران باندي د لگول شوو بندیزونو د لیري کولو پر وړاندي خبرداری ورکړ.

ایران او د ملگرو ملتو پنځو قدرتونو جمع آلمان د سویس په لوزان کې پر بنسټيز پلان موافقه وکړه چې د هغه له مخې د ایران اټومي پروگرام محدود کړای شي او په منظمه توگه تر څارني لاندي ونیول شي.

د دغې موافقې له مخې، کله چې ایران د دغه تړون مهم مکلفیتونه عملي کړل، نو د هغه پر ضد لگول شوي مالي او اقتصادي بندیزونه به تر زیاتي کچي لیري کړای شي. لوېدیځ غواړي ډاډه شي چې ایران هیڅکله د اټومي وسلې خاوند نه شي.

نیتانیاهو د دغه اټومي تړون له سختو مخالفانو څخه شمیرل کیږي. هغه وخت په وخت خبرداری ورکړی دی چې د دغه په پام کې نیول شوي تړون چې د اپریل مياشتي په پیل کې يې پرغټو ټکو موافقه وشوه، ایران ته لا د اټومي بمب د جوړولو له پاره لار اواروي.