1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برکسل کي د اروپا له چارواکو سره د نتانياهو ملاقات

۱۳۹۶ آذر ۲۰, دوشنبه

د اسرائیلو لومړي وزیر ادعا کړې ده چې بیت المقدس (یروشلیم) د اسرائیلو د پلازمینې په توګه پيژندل «سوله ممکنوي». خو اروپایي اتحادیې د واشنګټن پر یو طرفه رسمیت پيژندلو دریځ باندې نیوکه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2p9Hq
Belgien Brüssel Netanjahu trifft Mogherini
انځور: Reuters/F. Lenoir

په بروکسل د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د دوشنبې په ورځ له اروپایي هیوادونو وغوښتل چې «حقیقت» ومني او د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، په تعقیب بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژني.

نتنیاهو ادعا کړې ده چې دغسې یو ګام د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ «سوله ممکنوي» او زیاته یې کړه چې هغه انتظار لري چې اروپا د بیت المقدس په موضوع کې د امریکا پیروي وکړي. هغه زیاته کړې ده: «اوس داسې هڅې کیږي چې د امريکا د ادارې له لوري د سولې د نوو خبرو اترو وړاندیز وشي.» هغه په خپلو خبرو کې یادونه کړې ده چې «زما په آند باید وګورو چې څه وړاندیز کیږي او ولیدل شي که چیرې موږ د سولې په برخه کې پرمختګ کولای شو.»

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مسوولي فدریکا موګیرني د اروپایي اتحادیې پر دریځ باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې بروکسل به د بیت المقدس د موضوع په هکله د نړیوالې اجماع تائید ته ادامه ورکړي، چې له مخې یې د بیت المقدس ښار حقوقي موقعیت پریکړه د اسرائیلیانو او فلسطینیانو تر منځ د سولې په خبرو اترو کې مشخصه شي.

موګیرني په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې اروپایي اتحادیه به دغې شخړې ته د سیاسي حل لارې موندلو هڅو ته ادامه ورکړي. هغې په راتلونکې میاشت کې د فلسطین د خپلواکمنې ادارې د مشر محمود عباس د راتګ یادونه هم وکړه.

د ترمپ دا پریکړه چې بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه وپیژني، د نړیوالې ټولنې له نیوکې سره مخامخ شوې ده او په وینا یې د اسرائیلو او فلسطین تر منځ د کړکیچ حلولو له پاره د سولې خبري اترې کمزوري کوي.

د امریکا له لوري د بیت المقدس په سیاست کې تر بدلون وروسته موګیرني د منځني ختیځ په هکله د خبرو اترو او تاوتریخوالي څخه د لاس اخیستو غږ کړی دی. له نتانیاهو سره د ملاقات پر مهال هغې «د یهودانو پر وړاندې په ټوله نړۍ کې هر ډول بریدونه په کلکه غندلي دي.» ځينو نورو اروپایي مشرانو هم دې ته ورته څرګندونې کړي دي.

د بیت المقدس حقوقي موقعیت د اسرائیلو او فلسطین تر منځ د سولې په پخوانیو خبرو اترو کې یو له مهمو خنډونو څخه وو او په ځانګړې توګه د حاکمیت ویش او له مقدسو ځایونو څخه د څارنې موضوع.

په داسې حال کې چې اسرائیل بیت المقدس د خپلې پلازمینې په توګه انګیري، د نړیوالې ټولې اکثریت دغه ادعا ردوي او وایي چې د ښار موقعیت باید د دواړو اړخونو تر منځ د سولې په خبرو اترو کې مشخص شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایف لي دریان، د دوشنبې په ورځ ویلي دي، په داسې حال کې چې نتانیاهو په تکراري ډول د امریکا په مشرۍ د سولې له نوي نوښت څخه یادونه وکړه خو اروپایي دیپلوماتانو د دغسې یوه پلان په هکله هیڅ معلومات نه دي تر لاسه کړي. د هغه په خبره د امريکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن چې تیره اوونۍ په بروکسل کې وو هم یې په دې هکله څه نه دي ویلي.

نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره لیدلي وو، څو د پروسې په هکله سره وغږیږي. د متحدو ایالاتو له لوري بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژندلو وروسته پاریس ته دا د نتانیاهو لومړنی رسمي سفر دی.

dpa,rtr,afp(S.R/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: