1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نتنیاهو، واشنگټن ته رسیدلی دی

AFP, AP۱۳۹۳ اسفند ۱۱, دوشنبه

د اسرائیل لومړی وزیر بينيامین نتنیاهو، واشنگټن ته رسیدلی دی، څو له ایران سره د اتومي پروگرام په هکله د یوه تړون مخه ونیوله شي. واشنگټن ته د نتنیاهو دغه سفر له بارک اوباما سره د اختلاف سبب گرځیدلی دی.

https://p.dw.com/p/1Ejd6
انځور: ap

د اسرائیل لومړی وزیر بينيامین نتنياهو، د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د مارچ ۱) واشنگټن ته ورسید. د نتنياهو د سفر موخه کانگرس ته د وینا پر مهال د ده له نظره له ایران سره د «بدي» موافقې د مخنیوي هڅه ده.

په پام کې ده چې د اسرائیلو لومړی وزیر به د امریکا کانگرس ته وینا وکړي. د دغي وینا موخه د هغه تړون مخه نیول دي چې د اتومي وسلو د نه جوړولو په بدل کې د تهران پر وړاندي د لویدیځ له لوري په لگول شوو بندیزونو کې نرموالی راوستل شي.

داسي اټکل کیږي چې د مذاکراتو اړخونه به د رواني میاشتي تر ۳۱مي نېټې پوري د یوه چارچوکاټ په هکله جوړ جاړي ته ورسیږي او په دې هکله به بیا یو هر اړخیز ممکنه تړون د روان میلادي کال د جون میاشتې پر۳۰ نېټه لاسلیک شي.

نتنياهو چې خپل دغه سفر یې د «برخلیلک ټاکونکي او تاریخي ماموریت» په توگه عنوان کړی دی د سپینې ماڼۍ او د دیموکراتانو مشرانو د غوسې سبب گرځیدلی دی، دا ځکه چې کانگرس ته د نتنياهو وینا د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما د رضایت پرته تر سره کیږي او په وینا یې له دې کبله دا کار د دیپلوماتیکو اصولو خلاف دی.

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري سویس ته تر سفر کولو د مخه د اې بي سي، له اې بي سي تلویزوني چېنل سره په خبرو کې ویلي دي: «ښکاره ده چې موږ د اسرائیلو لومړي وزیر ته په متحدو ایالاتو کې د وینا کولو له پاره هرکلی وایو او موږ په اوسني وخت کې له امنیتي نظره د بل هر تاریخي وخت په پرتله له اسرائيلو سره نزدې اړیکي لرو...موږ نه غواړو چې دغه څه د فوټبال په یوې لويي سیاسي لوبې باندې واوړوي.»

په پام کې ده چې کیري به په سویس کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره وویني.

له نتنياهو سره د مل هیئت یوه غړي د نوم د نه ښوولو په شرط په متحدو ایالاتو کې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې له ایران سره چې کوم تړون رامنځ ته کیږي د دوی له نظره یو «بد» تړون دی.

له ایران سره د اتومي پروگرام په هکله یوه موافقه او د اسرائیل مداخله، ښايي په کانگرس کې د اوباما له مخالفینو سره د شخړي په یوې نقطې واوړي.

د استازو د مجلس مشر جان بونیر، له سي بي اس، تلویزوني چېنل سره په خبرو کې ویلي دي چې د کانگرس له خوا د اسرائیلو ملاتړ او د هغه د با اعتمادې ملگري د وینا د اوریدو په هکله د سپنیې ماڼۍ اندیښنې په تعجب کې اچولی دی.

د ایران او ۵+۱ گروپ چې امریکا متحدو ایالاتو، فرانسې، چین، روسیې، بریتانیې او آلمان څخه جوړ دی تر منځ په احتمالي تړون کې د ایران له خوا د اتومي وسلو د نه جوړولو ډاډ تر لاسه کولو په بدل کې په بندیزونو کې د نرموالي رواستل په پام کې نیول شوي دي. ایران پر دې باندې ټینگار کوي چې اتومي فعالیتونه یې یوازې د انرژۍ او طبي موخو له پاره دي.