1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نجوني د وزن په اړه فکر کوي، خو هلکان باید وزن کم کړي

۱۳۹۵ فروردین ۲, دوشنبه

یوه نوي څېړنه ښيي چې په ټوله نړۍ کې ډیري نوي ځواني نجونې که څه هم وزن ئې لږ وي، خو فکر کوي چې ډیر دی او باید کم یې کړي. همدا څېړنه بیا بربنډوي چې هلکان که څه هم چاغ دي خو د وزن کمولو په اړه فکر نه کوي.

https://p.dw.com/p/1IH10
ډېر ځوانان له کمپوتر سره وخت تيروي
انځور: Colourbox/Monkey Business Images

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO په ښوونځي کې د هلکانو او نجونو د روغتیایي وضعیت په اړه یو رپوټ خپور کړی دی. د دې رپوټ له پاره د ۲۲۰۰۰۰ ماشومانو په اړه چې عمر یې د ۱۱ او ۱۵ کلونو تر منځ وو، په ۴۲ هیوادونو کې څېړنې شوې دي.

چاغي، د سګړت او الګولو کارول ددغه رپوټ یوه وړوکې برخه جوړوي. بشپړ رپوټ د دغو ماشومانو د روغتیا او ژندو شرایطو په اړه دی.

خیالي او ریښتنی چاغښت

په څیړنه کې راغلي دي چې هلکان تر نجونو ډیر چاغ دي. په کاناد، یونان او قبرس کې تر۳۰ سلنه ډیر کسان کیدای شي چې یو څه وزن وبایلي. د آلمان په ګډون د اروپا په لویو برخو کې د هلکانو یو پر پنځمه برخه هلکان تر نورمالي اندازې ډیر وزن لري.

د نجونو په منځ کې بیا په کاناډا، ګرینلند او قبریس کې له پنځو نجونو څخه یوه یې باید خپل وزن کم کړي. خو په نورو هیوادونو کې بیا یو پر دریمه برخه نجوني په دې باور دي چې باید ژر تر ژره یو څه وزن وبایلي.