1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

نريندرا سنګ: د کابل په درمسال کي ۱۵۰ کسان برمته سوي

۱۳۹۹ فروردین ۶, چهارشنبه

د پارلمان غړي نریندرا سنګ خالصه، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې وسله والو کسانو د سک ټولنې شا او خوا ۱۵۰ غړي برمته نیولي دي.

https://p.dw.com/p/3Zzd2
Afghanistan Kabul Angriff aus Sikh-Tempel
انځور: picture-alliance/AP/R. Gul

د خالصه په خبره د برمته نیول شوو کسانو زیاتره یې ښځې او ماشومان دي چې د سهار د عبادت له پاره راټولیدل.

د خالصه په خبره د درمسال له دننه څخه د هیڅ ډول چاودنې او فیرونو غږونه نه دي اوریدل شوي. په عین وخت کې د سک ټولنې سناتورې انارکلي هنریار، هم دغه ارقام تائید کړي دي.

له بل اړخه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین، ویلي دي چې تر څلورو ځانمرګو بریدګرو د سکانو پر دغه عبادت ځای یرغل کړی او په خبره یې هڅې رواني دي چې دغه ودانۍ له بریدکوونکي پاکه شي.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې سکان په افغانستان کې مذهبي اقليت دي چې په تیرو وختونو کې د بریدونو هدف ګرځیدلي دي.

د دغه خبري آژانس په وینا په ۲۰۱۸م کال کې په ننګرهار کې د داعش په یوه ځانمرګي برید کې ۱۹ تنه ووژل شول، چې زیاتره یې سکان ول.

تر خونړیو بریدونو وروسته د سکانو ډیری غړو د افغانستان د پریښودو پریکړه وکړه. د سناتورې انارکلي هنریار په وینا په کابل، ننګرهار او همداشان په غزني ولایت کې تر زرو زیات سکان نه دي پاتې.

(S.R(dpa