1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نریندر مودي د هند د صدراعظم په توگه لوړه وکړه

سيدرياض/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۵, دوشنبه

د هندوستان په پارلماني ټاکنو کې د نیشلست گوند بهارتیا جنتا، تر بریا وروسته نریندر مودي، د دغه هیواد د پنځلسم صدارعظم په توگه د خپلي کابينې له وزيرانو سره په گډه لوړه وکړه. په دغو مراسمو کي کرزي او نوازشريف هم گډون وکړ.

https://p.dw.com/p/1C7AL
انځور: Reuters

د هند جمهور رئیس پرناب مکهرجي، په سيمه ييز وخت د ماښام پر شپږو بجو نریندر مودي، ته سوگند ورکړ. «راځئ چې په گډه د هغه یوه هند خوب ووینو چې پیاوړی، پرمختللی او متحد وي. هغه هند چې په نړۍ کې د سولي او پرمختیا له پاره له نړیوالي ټولني سره فعاله ونډه ولري.» دا خبره د بهارتیا جنتا گوند مشر او د هند نوي صدراعظم پر خپله انټرنیټ پاڼه کړې ده.

د مودي د لوړي په مراسمو کې د گډون کوونکو بهرنیو مېلمنو نوملړ اوږد دی، خو د سیال او گاونډي هیواد پاکستان د صدراعظم نواز شریف گډون په دغو مراسمو کې ځانگړی اهمیت لري. له نواز شریف سره په دغه سفر کې یو۳۰ کسیز هیئت ملگری دی چې پکښي پر نورو سربیره د ملي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز هم شامل دی.

دا لومړی وار دی چې د پاکستان یو صدراعظم د هندوستان د صدراعظم د لوړي په مراسمو کې گډون کوي. هند ته د پاکستان د صدراعظم نواز شریف سفر د دواړو رقیبو هیوادونو تر منځ د نزدیوالي په برخه کې د یوه مهمې نخښې په توگه شمېرل کيږي.

نریندر مودي، له خپلې کابینې سره په گډه د دوشنبې په ماښام په نوي ډهلي کې لوړه وکړه. د لوړي مراسمو ته د افغانستان، مالدیف او سریلانکا هیوادونو ولسمشران، د بنگله دیش د پارلمان ویانده او همداشان د پاکستان، بوتان او ماریتویس هیوادونو لومړي وزیران وربلل شوي ول.

نواز شریف، نوي ډهلې ته تر سفر کولو دمخه د لاهور په هوایي ډگر کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «زه له ځانه سره د سولي پیغام لرم او پر ټولو موضوعاتو به د هند له مشرتابه سره وغږیږم.» نوازشریف په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې د هندوستان په شمول له ټولو گاونډیو هیوادونو سره د دوستانه اړیکو لرل د ده په لومړیتوب کې ځای لري.

د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتر څخه په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر حامد کرزی په دغو مراسمو کې د گډون له پاره د دوشنبې په ورځ نوي ډهلې ته تللی دی. خبر پاڼه زیاتوي چې افغان ولسمشر به په دغو مراسمو کې د گډون تر څنگ د دغه هیواد د یو شمیر لوړپوړو چاواکو سره وویني. په دغه سفر کې له حامد کرزي سره د بهرنیو چارو د وزیر ضرار احمد عثماني تر څنگ د ملي امنیت مشاور ډاکتر رنگین دادفر سپنتا هم ملتیا کوي.

په نوي ډهلې کې دغه مراسمو ته تر۳۰۰۰ زیات کسان وربلل شوي دي چې پر نورو سربیره پکښې د سینما مشهور ستوري او د صنعت د ډگر مخکښ کسان هم وربلل شوي دي. تر لسو زرو زیات امنیتي ځواکونه د امنیت ټینگولو له پاره ځای پر ځای شوي دي.

د مودي کابینه به کوچنۍ وي

د مودي کابینه به د اوسنۍ کابینې په پرتله کوچنۍ وي. نریندر مودي ويلي دي چې د وظایفو برخې د یو ځای کیدو له کبله په گړندۍ توگه کار تر سره کیدای شي او بهتره همغږي به موجوده وي.

هندي رسنیو خبر ورکړی دی چې د مودي کابینه به له ۲۲ وزیرانو او ۴۳ معینانو څخه جوړه وي. زیاته شوې ده چې د صدراعظمۍ چوکۍ تر څنگ به مودي، د دفاعي چارو مشري هم پر غاړه ولري.

د مودي گوند بهارتیا جنتا پارټي چې تر اوسه په اپوزیسیون کې وو، په پارلماني ټاکنو کې غوڅ اکثریت تر لاسه کړ. دا په تیرو دیرشو کلونو کې لومړی وار دی چې بي جې پي، دغه ټاکنې په لوی اکثریت سره وگټلې. اوسني واکمن کانگرس گوند په دغو ټاکنو سخته ماته وخوړله.