1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نزدې ۲۰۰ اډې افغان ځواکونو ته سپارلي دي

۱۳۹۱ شهریور ۶, دوشنبه

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو قوماندانۍ اعلام کړی دئ، چي نزدې ۲۰۰ پوځي اډې ئې په دغه هيواد کي افغان ځواکونو ته سپارلي دي. په عيني حال کي د حقاني شبکې د يوه لوړپوړي چارواکي وژنه هم تائيد سوې ده.

https://p.dw.com/p/15xB4
انځور: picture-alliance/dpa

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو قوماندانۍ د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اگست ۲۶) خبر ورکړ، چي په دغه هيواد کي ئې نزدې ۳۰۰ پوځي اډې تړلي دي او شاوخوا ۲۰۰ پوځي اډې ئې افغان امنيتي ځواکونو ته سپارلي دي.

په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د تشکيلاتو مسئول جنرال ستفن شاپيرو، په کابل کي خبريالانو ته ويلي دي، چي تر اوسه پوري په دغه هیواد کي د امريکايي ځواکونو نزدې ۴۰۰ پوځي اډې يا تړل سوي دي او يا هم افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل سوي دي.

جنرال شاپيرو وويل، چي په افغانستان کي د پوځي اډو تړل په دغه هيواد کي په کورنيو امنيتي شرايطو پوري تړلي دي. د هغه په خبره که افغان حکومت مسئوليت ومني، ناټو ځواکونه تيار دي، چي په دغه هيواد کي يا خپلي پوځي اډې وتړي او يا ئې دوی ته ور وسپاري.

د ۲۰۱۴ کال په را نزدې کيدو سره، چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو وروستی کال دئ، په دغه هيواد کي د امریکا د لښکر د په سوو پوځي اډو د سرنوشت په اړه تاوده بحثونه راپورته سوي دي.

د پوځي تجهيزاتو سرنوشت

په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د تشکيلاتو مسئول د پوځي اډو د تأسيساتو او تجهيزاتو په اړه ويلي دي، چي دغه امکانات به په هغه صورت کي د افغان ځواکونو په اختيار کي ورکړل سي، چي امريکايي ځواکونه اړتيا ورته و نه لري.

هغه دا خبره روښانه کړه، چي د دغه اډو د تجهيزاتو سرنويشت، امريکا ته د هغوی د لېږد په مصرف او په امريکا کي دننه په اړتيا پوري اړه لري. د ده په خبره، په هغه صورت کي چي د دغو تجهيزاتو پر لېږد باندي ډير مصرف راځي يا د امريکا پوځ هغه ته اړتيا ونه لري، نو به ئې په افغانستان کي پريږدي.

څه موده وړاندي افغان چارواکو په افغانستان کي له مېشتو ناټو ځواکونو څخه غوښتي ول، چي د دغه هيواد څخه د وتلو پر مهال، خپلي پوځي اډې او تجهيزات د افغان امنيتي ځواک په اختيار کي ورکړي.

د حقاني د قتل تائيد

افغان چارواکو د يکشنبې په ورځ اعلام کړی دئ، چي د حقاني د تروريستي شبکې يوه لوړ پوړی چارواکی بدرالدين حقاني وژل سوی دئ. د افغانستان د ملي ادرې يوه وياند شفيق الله تحريري دا خبره تائيد کړې ده، چي حقاني تيره اوونۍ د شمالي وزيرستان په سيمه کي وژل سوی دئ.

د حقاني کورنۍ غړو د جلال الدين حقاني د دريم زوی بدرالدين حقاني د وژني خبر تائيد کړی وو، او ويلي ئې ول چي هغه د تيري چهارشنبې په ورځ د يوې بې پيلوټه الوتکي په بريد کي ووژل سو.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض