1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نسیم الله دانش: د کریکټ د ودې لپاره به خپلو هڅو ته ادامه ورکړو

۱۳۹۰ مهر ۱, جمعه

دویچه ویلې په افغانستان کې د کریکټ لوبې پرمختګ، لاس ته راوړنې، نوي پلانونه او دې ته ورته پر داسې نورو موضوعاتو باندې د افغانستان د کریکټ بورډ د اجراییوي ریس نسیم الله دانش سره په یوه مرکه کړې.

https://p.dw.com/p/12f3i
نسیم الله دانش
نسیم الله دانشانځور: Nasimullah Rahmatullah

دویچه ویله: دانش صاحب خپله مو کریکټ کړی او که نه؟

دانش: بلې وو کریکټ مې کړې دی، د ډیر وړکوالي څخه د کریکټ لوبه کوم. د  ۱۹۹۹م کال څخه تر ۲۰۰۳م کال پوري د خوست د کریکټ په لوبډله کې لوبغاړې پاتې شوې یم. لنډه دا چې شاوخو ۱۷ کاله مې د کریکټ لوبه کړې.

دویچه ویله: که راته ووایاست چې د څه وخت راهیسي په افغانستان کې کریکټ د رسمي لوبې په توګه ثبت شوې؟

دانش: په ۱۹۹۶م کال دغه لوبه په افغانستان کې په رسمي توګه پیل شوه، په افغانستان کې داخلي لوبي تر سره کیدلې او پاکستان ته یو نیم سفر هم کیدل. د آسیا د کریکټ د شوری سره افغانستان په ۲۰۰۱ م کال کې په رسمي توګه ثبت شو او افغانستان د یو هیواد په توګه په رسمي ډول د دغه شوری غړې شو.

دویچه ویله: د دي تر څنګ چې د افغانستان ملي لوبډله او د ۱۹ کلونو څخه د کم عمر لرونکي لوبډلې شته، د ټول افغانستان په سطحه له تاسو سره څومره لوبډلې ثبت شوي دي؟

دانش: هم دا اوس د ټول افغانستان په کچه د کریکټ د کلبونو په سطحه سیالې راوانې دي چې د ټول افغانستان څخه په کې ۹۱۲ لوبډلو برخه اخیستي.

دویچه ویله: په زیاتو ولایتونو کې خلک د لوبغالیو د نه شتون څخه سر ټکوي په دې اړه د کریکټ بورډ څه پلانونه لري؟

دانش: بلې وو، دغه ستونزه په ټول افغانستان کې په هره رشته کې شته دی. تر اوسه پورې مونږ په کابل کې یو نړیوال سټډیم جوړ کړی او د کریکټ په یوه اکادمې باندې هم کار روان دی.

 مونږ دا پروسه د زون په سطحه شروع کړی، چې په هر زون کې باید په نړیواله سطحه د کریکټ یو میدان اوسي. همداراز په جلال آباد ښار کې هم په نړیوال ستندرد د کریکټ یو میدان جوړ شوی دی.

دویچه ویله: د مالي لحاظه کریکټ بورډ د کوم ځایې څخه تمویلیږي؟

دانش: په ټول افغانستان کې کریکټ بورډ یواځیني اداره ده چې تر ټولو زیاته تمویلیږي او بودیجه یې ډیره زیاته ده. د افغانستان دولت مونږ ته د کال ۱،۵ میلیونه ډالره بودیجه راکوي، همداراز د کریکټ نړیواله شورې د افغانستان کریکټ بورډ ته تر یو میلیون ډالره بودیجه ورکوي.

په افغانستان کې اتصالات زمونږ رسمي تجارتي مرسته کوونکي دي چې هغوي هم په کال کې مونږ ته تر یو میلیون ډالره بودیجه راکوي. او د دي سربیره کله چې ملي لوبډله کومې اتلولې تر لاسه کړي د هغې لپاره هم لوبډلې ته د انعام په توګه نغدي پیسې ورکول کیږي.

دویچه ویله: د افغانستان ملي لوبډله اوس کوم روزنکی لري او که نه؟

دانش: مونږه اوس په دې لټه کې یو او هلې ځلې کوو چې د افغانستان د لوبډلې لپاره یو ښه کوچ ( روزنکی ) پیدا کړو. راشد لطیف مو په دې لرې کړو چې هغې د ټیم په روزلو کې ښه ونه ځلید، او د تیر وخت ټولې بریاوې مو په ناکامې واوختي.

اوس د انګلستان پخوانې ملي لوبغاړي چې تر دې د مخه دوه کاله د هانګ کانګ د لوبډلې روزنکی وو د هغې سره مو خبري کړي. هغه به زمونږ لوبډلې ته په دوبې کې روزنه ورکوي او که چیرې زمونږ د لوبډلې د روزلو لپاره پوره وخوت، نو بیا یې د لوبډلې د رزونکي په توګه اعلان کړو.

دویچه ویله: د ښځو د کریکټ لوبډله هم شته او که نه؟

دانش: بلې وو، د دریو کلونو څخه راپدیخوا پدې برخه کار کوو، او دوه کاله کیږي چې د اناثو یو لوبډله هم خپل تمرینونه کوي. خو د دې جوګه لا نه ده چې په نړیواله توګه لوبې تر سره کړي.

د کابل سربیره په مزار شریف، کندز او هرات کې هم د ښځینه لوبغاړو لوبډلې شتون لري.

مرکه کوونکي: نبیله کریمي الکوزی/ سیدریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل