1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظرپوښتنه: اکثريت المانان په مهاجر ضد پيښو شرميږي

۱۳۹۴ اسفند ۱۱, سه‌شنبه

د (ARD) تلويزيوني شبکې ځانګړي نظر پوښتني روښانه کړې ده چي د المانانو اکثريت په خپل هيواد کي د مهاجرو پر ضد پيښو شرميږي.

https://p.dw.com/p/1I4c2
انځور: imago/McPHOTO

د آلمان (ARD) تلويزيون د دوشنبې په ماښام د خپلو هغو نظر پوښتنو پايلي خپرې کړې، چي پکښي پر بيلا بيلو موضوعاتو د المانانو نظرونه پوښتل سوي ول. په دغه نظر پوښتنه کي له مهاجرو سره د آلمانانو چلن او د سياست په تړاو هم پوښتني سوي دي.

د دغې نظر پوښتني پايلي ښيي چي د پوښتل سوو کسانو۸۳ سلنه المانان شرم احساسوي، کله چي دوی د مهاجرو پر ضد له تاوتريخوالي ‌ډکو احتجاجونو خبريږي. د پوښتل سوو کسانو ۷۶ سلنه په دې نظر دي چي الماني سياستوال بايد لا زياتي هڅي او اقدامات وکړي چي د پناه غوښتونکو ضد بريدونو مخه ونيول سي.

۷۷ سلنه د اروپايي حل پلوي کوي

د دغي نظر پوښتني له پايلو روښانه سوې ده چي يوازي ۳۴ سلنه پوښتل سوي کسان په دې نظر دي چي الماني سياستوال د خارجيانو او پناه غوښتونکو د ساتني له پاره په کافي اندازه اړين اقدامات کوي.

خو د پوښتل سوو کسانو ۵۸ بيا فکر کوي چي الماني سياستوال په دې ترڅ کي بې کفايته دي. په دغه نظر پوښتنه کي ۱۰۰۵ نارينهذاو ښځي پوښتل سوي دي.

د پوښتل سوو کسانو ۷۷ سلنه د پناه غوښتونکو د بحران له پاره کډ اروپايي حل مهم بولي. خو د پوښتل سوو۲۰ سلنه بيا فکر کوي چي بايد دغه بحران ته ملي حل پيدا کړل سي.

د پوښتل سوو اکثريت په دې تړاو ډاډه نه دي چي ايا دا ډول يو حل به د عملي کېدو وړ وي که څنګه. د پوښتل سوو کسانو ۳۲ سلنه فکر کوي چي د پناه غوښتونکو بحران پر اروپايي سطحه ممکن دی. خو ۶۴ سلنه بيا دغه د عملي کېدو وړ نه بولي.

د نظر پوښتني د پايلو له مخي د پوښتل سوو کسانو ۶۳ سلنه د دې ملاتړ کوي چي د پناه غوښتونکو د منلو په برخه کي بايد يو حد وټاکل سي.

په آژه سمندر کي د ناټو هغه ماموريت چي مقصد يې ترکيې او يونان ته د مهاجرو د ورتگ مخه نيول دي، د پوښتل سوو کسانو ۵۱ سلنه يې سم بولي.

په دې نظر پوښتنه کي د پوښتل سوو کسانو ۴۹ سلنه بيا د اروپايي هيوادونو پر سرحدونو د کنټرول د بيرته رامنځ ته کولو پلوي کوي. خو په عيني حال کي بیا ۴۹ سلنه پوښتل سوي پر سرحدونو د کنترول مخالفت کوي.