1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظرپوښتنه: د پاکستان ستره ستونزه د امريکا متحد ايالات دي

۱۳۹۰ خرداد ۲۳, دوشنبه

په اسلام آباد کي د کونراد آدناوربنياد په يوه وروستۍ نظر پوښتنه کي د ۵۰۰ تنو پاکستانيانو څخه پوښتلي چي په هيواد کي يې څه شی يا څوک د لویي ستونزي په توگه بولي. ټولو ويلي چي تر ټولو ستره ستونزه د امريکا متحده ايالات دي.

https://p.dw.com/p/11VFr
پاکستان کی د امریکا ضد مظاهری
پاکستان کی د امریکا ضد مظاهریانځور: AP

د المان د سياسي او اجتماعي تحقيقاتو دغه موسسه په خپل وروستي راپور کي ليکي چي د پاکستان ډيری وگړي د هغه هيواد د ستونز عامل د امريکا متحده ايالات بولي.

په اسلام آباد کي ددغي موسسې مشر خلعت بري وايي چي ددې نظر پوښتني پر اساس په سلو کي ۳۸ تنه په دې باور دي چي لوی خطر د امريکا د متحده ايالاتو لخوا څخه دی.

« هغه څه چي د حيرانتيا خبره ده هغه دا ده چي د امريکا متحده ايالات د پاکستان يو ښه شريک دی چي هر کال 4 ميليارده ډالره د پاکستانيانو سره مرسته کوي.»

ددې نظر پوښتني پر اساس د امریکا د متحده ايالاتو وروسته په دويمه او دريمه کچه کي اقتصادي بحرانونه او تروريزم ځای لري.

ګاونډی هيواد هند چي په لومړي درجه دښمنانو کي شميرل کيدی اوس په ورستي کتار کي ځای لري.

دغه ټولنه په هغه راپور کي چي د دوشنبې په ورځ يې خپور کړی ليکي چي داسي ښکاري چي په پاکستان کي د امريکا سره ضديت خپل وروستي حد ته رسېدلی.

ډيری پاکستانيان امريکا په دې ملامتوي چي د می د مياشتي په دويمه نيټه پرته له دې چي د دغه هيواد سرحداتو ته درناوی وکړي، د پاکستان په قلمرو کي يې اوسامه بن لادن وواژه.

دا چي د امريکا متحده ايالاتو به دقيق په دغه ورځ اسامه په ابټ آباد کي وژلی وي ډير لږ شمير خلک په دې باور کوي.

د کونراد ادناور بنياد په خپل هغه راپور کي چي په پاکستان کي يې د يوې نظر پوښتني پر بنسټ جوړ کړی ليکي چي:

« د پوښتنو په لومړۍ دوره کي په سلو کي 69 تنه په دې باور ول چي هغه وژل سوی دی، خو يوازي په سلو کي 28 تنو ويل چي بن لادن په رښتيا د مي پر دوهمه په ابټ آباد کي وژل سوی دی. په سلو کي 72 تنه پاکستانيان په دې باور نه کوي چي ګوندي بن لادن دي په دغه ځای کي وژل سوی وي. اکثره پاکستانيان په دې باور دي چي هغه پخوا وژل سوی ؤ او يا هم تر اوسه ژوندی دی. دا په دي معني چي د مختلفو توطيو د تيوريګانو له پاره زمينه مساعديږي.»

د دغو پوښتنو پايلو ته په کتو سره دا پوښتنه راولاړيږي چي آيا د لويځ او امريکي د متحده ايالاتو په اړه کوم مثبت څه ويل کيدای سي او که نه؟ په پاکستان کي د امريکا ضد روحيه هيڅکله هم داسي نه سو انګيرلای چي ګوندي دوی طالبانو ته په ښه سترګه ګوري. برعکس د اکثرو کسانو څخه چي پوښتنه سوې، دوي په دي باوردي چي د ترورزم په وړاندي جګړه دي بايد دوام پيدا کړي.

په راپور کي راغلي چي « د هغه هيواد ۶۶ فيصده خلک په دې باور دي چي د ترورزم په وړاندي جکړې ته دي شدت ورکړل سي او د هغې مصارف دي هم لوړ سي.»

دغه جواب په اصل کي کيدای سي دواړو خواو يعني پاکستان او امريکا ته لږ ترلږه يوه اميد واري ور پيدا کړي.

دغه دواړه هيوادونه سربيره پر دي چي په يو ډول حالت کي قرار نه لري، خو بيا هم د غبرګولي ماشومانو په څېر چي بدن يې يو او سرونه يې جلا وي د دوی راتلونکي ته پيوند ورکړی دی.

دوی دواړه بايد سره جوړسي، ځکه چي دوی يو د بل پرته هيڅ يو کار هم نسي تر سره کولای.

کونسته/ شمس الرحمن ناصر

کتونکی: نجيب الله زيارمل