1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مهاجر کولای شي د شرکتونو د انساني قوا ستونزه حل کړي»

۱۳۹۶ اسفند ۶, یکشنبه

په آلمان کې تر سره شوې يوه نوې نظرپوښتنه ښيي چې مهاجر د ژبې ستونزې او د لږو مهارتونو په لرو هم کولای شي په متوسطو شرکتونو کې په کارونو وګمارل شي.

https://p.dw.com/p/2tJ61
Medizintechnik
انځور: picture-alliance/dpa/F. Kästle

آلماني متوسط شرکتونه اوس هم په مهاجرو کې د متخصصو قواو د نشتون څخه رنځ وړي.  دوه دريمه برخه د هغو افرادو چې په دغې نظرسنجۍ کې يې ګډون کړی دی وايي چې مهاجر کولای شي د صنعت په برخه کې شته د متخصصې انساني قوې تشه په منځ مهاله کې ډکه کړي. يو کال مخکې يوازې ۴۵ سلنه آلماني متوسط شرکتونه په دې باور ول.

دغه نظرپوښتنه چې د «آی. وای» مشورتي شرکت لخوا ترسره شوې، پايلې يې د یکشنبې په ورځ (فبروري ۲۵مه) خپرې شوې.

د نظرپوښتنې پر اساس، لس سلنه شرکتونو د مهاجرو د کاري قوې پر مټ حتي اساسي پرمختګونو ته لاس موندلی دی. سربيره پر دې، هغه متوسط شرکتونه چې مهاجر يې په کارونو ګمارلي دي، شمير يې د پام وړ زيات پورته تللی دی. تيرکال، د آلمان يوازې ۱۶ سلنه متوسطو شرکتونو مهاجر په کار ګمارلي ول، خو اوس د نژدې څلورو شرکتونو څخه يو، يعنې ۲۷ سلنه شرکتونو دغه کار ترسره کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ۵۲ سلنه آلماني شرکتونه هم دې ته تيار دي تر څو مهاجرو ته په خپلو کاري ټيمونو کې ځای ورکړي. د دغې نظرسنجۍ په حواله، په ټوليزه توګه يوازې لس سلنه شرکتونو بیا د مهاجرو استخدامول رد کړي دي.

د «آی، وای» شرکت مشر ميخايل ماربلر وايي چې د شرکتونو له پاره د متخصصې انساني قوې کمښت مسئل، په پر له پسې توګه ګواښونکی او په عين حال کې د لوړ لګښت لرونکی پريوځي. د شرکتونو له پاره هيڅ کله دومره ستونزمنه نه وه چې متخصصه انساني قوه پیدا کړي. ځينې شرکتونه چې د استخدام په برخه کې لويې ستونځې ګالي، د استخدام کچه يې چې په ۲۰۱۵م کال کې ۱۶ سلنه وه سږکال ۲۷ سلنې ته پورته شوې ده. ۵۳  سلنه نورو شرکتونو هم ويلي دي چې د متخصصو کارمندانو پیداکول ورته «لاسخت» شوي دي.

د آلمان له نيمايي څخه زياتو متوسطو شرکتونو (۵۷ سلنه) د خپلو عوايدو له کسر څخه شکايت کوي. په ۲۰۱۷م کال کې دغه کچه ۵۳ سلنه وه. آلماني متوسط شرکتونه هرکال په اوسط ډول، څه د پاسه ۵۰ ميليونه يورو له لاسه ورکوي.

ماربلر وايي چې د کار په بازار کې د مهاجرو ادغام، وخت او پيسو ته اړتيا لري، خو دغه کار د دې ارزښت لري چې د متخصصې انساني قوې د کمبود له پاره د مبارزې په لاره کې ولګول شي. هغه وايي: «په نهايت کې تاسو په بل هيڅ ځای کې د کاري قوې دا ډول پوتانشيل نه شۍ پيدا کولی.»

په دغې نظرپوښتنه کې په ټول آلمان کې ۲۰۰۰ شرکتونو ګډون کړی دی. دا هغه شرکتونه دي چې تر ټولو ښکته کلنۍ عوايد يې ۲۰ ميليونه او تر ټولو لوړ عوايد يې يو ميليارډ يورو دی.

يوه تر ټولو لويه ستونزه چې شرکتونه يې د مهاجرو په باب بیانوي، هغه د ژبې سره د هغو لږ بلديا ده. ۸۳ سلنه شرکتونو دغه ستونزه د تيار کال په څیر د يو لوی خنډ په څير ياده کړې ده. د مهاجرو بله ستونزه د هغوې د تخصص او مهارتونو کچه ده. دغې مهمې مسئلې ته ۵۵ سلنه شرکتونو اشاره کړې ده. سربيره پر دې، د شرکتونو له پاره بل لوي پرابلم د مهاجرو د استخدام په برخه کې اداري او بروکراتيک پروت بهير دی.

په آلمان کې د متخصصې انساني قوي تر ټولو زيات کمښت د ماشين آلاتو، ترانسپورت او ساختماني چارو کې شتون لري. په ټول آلمان کې شرکتونه له دغې ستونزې سره مخ دي. د دغو ټولو حالاتو سره سره، په لويديځ ايالت نورد راین ويستفالن کې بيا وضعيت ډير ښه دی، خو د ختيځو ولايتونو شرکتونه بيا په تر ټولو بد وضعيت کې قرار لري.

د آلمان د اقتصاد انستيتوت (IW) د رپوټ پر اساس، تر ټولو زيات، کوچني شرکتونه مهاجر په دندو ګماري. د دغه ډول شرکتونو شمير په ټوليزه توګه پورته تللی دی.

Flüchtlinge als Fachkräfte
په آلمان کې د مهاجرو د استخدام په برخه کې لا هم د ژبې مسئله د يوه لويه ستونزه ګڼل کيږيانځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

دا هم زموږ د آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د آلمان خبري آژانس / ع. ح/ م.ک.ص