1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظرپوښتنه : ناټو دي دافغانستان څخه ووځي

۱۳۸۸ مرداد ۲, جمعه

د WorldPublicOpinion يا د نړۍ د عمومي نظر په نامه يوې ټولني په 20 هېوادونو کې پر دې باندي يوه نظرپوښتنه تر سره کړې ده ،چې آيا د ناټو ځواکونه دي له افغانستان څخه ووځي کنه ...

https://p.dw.com/p/Iwc0
انځور: AP

53 په سلو کې برخه وال په دې عقيده دي چې افغانان غواړي ناټو دي له افغانستان څخه ووځي، په داسي حال کې چې 30 په سلو کې افغانان د دوی په نظر غواړي چې ناټو دي په افغانستان کې پاته شي .

«سره له دې چې عمومي اندېښنه دا ده چې طالبان به ممکن بېرته واک ته ورسيږي، خو اکثره خلک ښايي داسي وايي چې افغان ولس بايد په دې باندي پرېکړه وکي چې آيا ناټو ځواکونه دي ووځي ،يا دا چې کله بايد ووځي .»

دا د ستيفن کول څرگندوني دي چې د نوموړي ټولني مشر دی . د ټولپوښتني په ترڅ کې چې د اپريل د 4 او د جون د 18 نېټې په منځ کې تر سره شوې ده، له تقريبا شل زرو تنو څخه پوښتني شوې دي . ټاکل شوي 20 هېوادونه د نړۍ 62 فيصده نفوس تشکيلوي .

دغه ټولپوښتنه چې د پنج شنبې په ورځ خپره شوې ده له يوې بلي پخوانۍ نظرپوښتنې سره په تضاد کې راځي ،چې د امريکې د ABC د برتانيې د BBC او د آلمان د ARD رسنيو لخوا په جنوري کې تر سره شوې وه .

ددغې بلي نظر پوښتني له مخي چې په افغانستان کې بشپړه شوې وه، 59 په سلو کې افغانان د ناټو له حضور څخه ملاتړ کوي . په 2007 م کال کې دغه رقم حتی 67 سلنو ته رسېدهء، خو د نړۍ د عمومي نظر ټولنه يا WorldPublicOpinion.org وايي چې خلک اوس د ناټو د ماموريت د پرمخ بيولو د ډول له امله خوابدي او خپه شوي دي . د ملکي وگړو د تلفاتو لوړېدل هم د امريکايانو په مشرۍ له دغه حضور څخه ملاتړ کم کړی دی .

76 په سلو کې هغه خلک چې وايي افغانان غواړي چې ناټو دي ووځي، په دې نظر هم دي چې ناټو بايد دغه خبره ومني او افغانستان پرېږدي . دا په داسي حال کې ده چې 83 فيصده هغه کسان چې وايي افغانان غواړي چې ناټو دې پاته شي، په عين وخت کې زياتوي چې دغسي دي هم وسي .

ټول ټال يوازې 37 په سلو کې پوښتل شوي کسان په دې نظر دي چې د ناټو ماموريت دي دوام ولري، په داسې حال کې چې 50 په سلو کې وايي چې ناټو دې سمدلاسه له افغانستان څخه پر شا سي . سره له دې چې د ناټو د حضور په وړاندې مخالفت هم څرگندوي، خو اکثره هېوادونه يعنې 18 له شلو څخه په دې اند دي چې واک ته د طالبانو بيا راتگ خطرناک دی . په پاکستان کې، چيري چې طالبان له پولي څخه اوړي او د ناټو له ځواکونو څخه په شا کيږي، 61 په سلو کې د نظرپوښتني برخه وال واک ته د طالبانو له بيا ستنېدلو سره مخالفت ښېي .

Egon Ramms mit Hamid Karzai und Dan McNeill
انځور: picture-alliance/ dpa

نظرپوښتني دا هم وښودل چې اکثره اسلامي هېوادونه په افغانستان کې د ناټو رول نه خوښوي، په تېره بيا په پاکستان کې دغه رقم لوړ دی، او 86 په سلو کې برخه وال غواړي چې ناټو دي له گاونډي هېواد څخه ووځي . 67 فيصده مصريان او 74 په سلو کې فلسطينيان هم دغه نظر تاييدوي .

د ناټو د غړو هيوادو يوه غونډه
د ناټو د غړو هيوادو يوه غونډهانځور: AP

ورته احساسات په روسيه، جرمني او مکسيکو کې څرگند شوي دي . په ټولو هغو هېوادونو کې چې اکثره خلک هم په کښې په دې نظر دي چې افغانان د ناټو له ماموريت څخه ملاتړ کوي، نظرپوښتنې وموندل چې اکثريت هم، د متحده آيالتونو د ځواکونو له ډېرېدلو څخه ملاتړ کوي . دغه پرېکړه د بارک اوباما لخوا سږ کال شوې ده تر څو د طالب پاڅون کونکو په وړاندي جگړه گړندۍ شي .

په هغو هېوادونو کې چې اکثريت پکښې دا احساس لري چې افغانان غواړي چې ناټو دي پاته شي، هند، کينيا، نايجريا او د امريکا متحده آيالتونه راځي . په اذربايجان کې چې ډېری يې مسلمانان دي، 44 فيصده په دې نظر دي چې افغانان غواړي چې ناټو دې پاته شي، په داسي حال کې چې 36 په سلو کې دا خبره نه مني .

DPAE / نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري