1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظر سنجي: ډیر فرانسویان مکرون خوښوي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبه

په فرانسې کې یوې ولسمشریزې مناظرې وروسته نظر سنجۍ ښوولې ده چې پخواني د اقتصاد وزیر او ولسمشرۍ ته نوماند ایمانویل مکرون تر خپل سیال کاندېدي ماري له پین، ښه ځوابونه ورکوي. د دواړو نوماندانو مناظره ډیره تنده وه.

https://p.dw.com/p/2cLg6
Frankreich Wahl TV-Debatte - Marine Le Pen & Emmanuel Macron
انځور: Getty Images/AFP/E. Feferberg

د فرانسې د BFMTV تلویزیون یوه نظر سنجي ښيي چې ۶۳ سلنه پوښتل شویو فرانسویانو د چهارشنبې (د ۲۰۱۷ کال د می ۳يمه نېټه) په تلویزیوني مناظره کې د ماکرون ځوابونه د قناعت وړ بللي دي.

یوازې ۳۴ سلنه پوښتل شویو کسانو بیا ویلي دي چې د ښې اړخې سیاستوالې او ولسمشرۍ ته نوماندې ماري له پین ځوابونه د قناعت وړ بللي دي. دا د یکشنبې په ورځ د ولسمشریزو ټاکنو تر دویم پړاو مخکې وروستې تلویزني مناظره وه.

په مناظره کې دواړه نوماندانو یو پر بل شخصي بریدونه وکړل. ماري له پن د اقتصاد پر پخواني وزیر باندې تور ولګاوه چې د هغو شرکتونو په خرسلاو کې یې کلیدي نقش لره چې دولت پورې تړلې وې.

ماکرون بیا په ځواب کې پر ماري له پن باندې تور ولګوه چې رای ورکوونکو ته ناسم معلومات ورکوي. هغه دا هم وویل چې له پن د اقتصاد په برخه کې تجربه نه لري او مفکورې یې د عملي کیدو وړ نه دي.

یورو زون: ترې ووځو که پاتې شو؟

له پن د خپل کمپاینونو ژمنې ته په اشاره سره وویل چې مرکزي بانکوه او تجارتونه کولای شي چې خپله پریکړه وکړې چې ایا یورو کاروي او که نه، خو ټینګار یې وکړ چې د هغې د بریا په صورت کې به فرانسویان په خپلو جیبونو کې «فرانک» ګرځوي.

هغې وویل چې دا په هغه سیستم ته ورته وي چې له مخې یې د یورو بانکنوټونه معرفي شول. خو ماکرون بیا پر دې هم نیوکه وکړه او ویې ویل: «لوی شرکتونه نه شي کولای چې په یورو باندې خپل مصرفونه وکړي او بیا خپلو کارکوونکو ته په فرانک معاش ورکړي. دا د له پن د پروګرام هغه بې معنی برخه ده.»

د ماکرون په خبره کې فرانسه له یورو زون څخه ووځي نو فرانسویان به خپله یو پر دریمه برخه پس اندازونه له لاسه ورکړي.

په نظر سنجیو کې مخکښه نوماند

د چهارشنبې د ورځې مناظره د فرانسې د ولسمشریز ټاکنو تر دویم پړاو مخکې وروستۍ مخامخ تلویزیوني مناظره وه. اوس به نو فرانسویان د شنبې په ورخ پریکړه وکړي چې څوک د خپل ولسمشر په توګه ټاکي.

د نظر سنجیو له مخې ماکرون تر خپل سیالې ماري له پن مخکې دی. خو یو شمیر کارپوهان بیا په دې نظر دي چې د لومړي روند د ناکانو نوماندانو ټول پلویان به ماکرون ته رایې ور نه کړي.

ښې اړخې نوماندې مارې له پن، هم تر لومړي پړاو وروسته په خپل دریځ کې یو څه نرم کړی. هغې همداراز د خپل ښې اړخې ګوند له مشري هم په موقتي توګه استفأ کړې ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.04.2017):