1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظر پوښتنه: اکثره سویډنیان د لږ مهاجرو د منلو پلويان دي

۱۳۹۴ دی ۴, جمعه

د پنجشنبې په ورځ د یوې نظر پوښتني د پایلو تر اعلان وروسته دا روښانه شوه چې د سویډن اکثره اوسیدونکي غواړي چې هیواد یې لږو مهاجرو ته پناه ورکړي. سويډن د ډیرو مهاجرو پې تنظیم کې له ستونزو سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/1HTgH
انځور: picture-alliance/dpa/E. Scheriau

د «اپسوس» په نوم تر سره شوي نظر پوښتني پایلې د سویډن په تر ټولو مشهوره ورځپاڼي «دیګینس نېهیتیر» کې خپرې شوي دي. دا پایلې ښيي چې د سویډن ۵۵ سلنه اوسیدونکي په دې اند دي چې هیواد یې باید نورو مهاجرو ته پناه ور نه کړي.

په سپتمبر میاشت کې د ترسره شویو نظر پوښتنو په پرتله اوسنۍ نظر پوښتنه ۲۵ سلنه ډېرښت ښيي. هغه مهال د سویډن له هرو درو اوسیدونکو څخه یوازي یو یې په دې باور وو چې هیواد یې باید نورو مهاجرو ته پناه ور نه کړي.

د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر میاشت کې ۴۴ سلنه کسانو غوښتل چې هیواد یې مهاجرو ته پناه ورکړي خو دا شمیره اوس ډیره راکښته شوې ده. اوس۱۹سلنه سویډنیان غواړي چې هیواد یې مهاجرو ته پناه ورکړي.

د سویډن حکومت د مهاجرو د تنظیم له پاره د ځینو اقداماتو اعلان کړی دی، څو دې هیواد ته د مهاجرو راتګ کم شي او د جنورۍ میاشتي په پیل کې به د سویډن او دنمارک تر منځ پر سرحد چارواکي په اورګاډيو او بسونو کې د مسافرو پیژند پاڼې هم ګوري.

سویډن چې ۹،۸ میلیونه نفوس لري سږ کال یې ۱۶۰ زره مهاجر منلي دي چې د دغه هیواد د نفوس په پرتله دا ډېر لوړ شمېر دی.

د نظر پوښتنو «اپسوس» په نوم مرکز کې کارپوه نیکلاس کیلیبرنګ، له دیګینس نېهیتیر ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي دي: «د سویډن اوسیدونکي د مهاجرو د منلو پر وړاندي یو سخاوتمندانه برخورد لري خو په دې شرط چې پایله ولري. زموږ په نظر د مهاجرو پر وړاندي د خلکو په نظر کې د بدلون لامل پر سویډن د مهاجرو د کړکیچ اوږدمهالي اغېزې دي».

سویډن او اروپا تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د مهاجرت له تر ټولو لوې ګواښ سره مخامخ دی.

په دې نظر پوښتنه کې ۱۲۳۱ کسان د تليفون له لاري پوښتل شوي دي. دغه نظر پوښتنه د دیسمبر میاشتې له درهمي نېټې څخه تر ۱۴ نېټې پوري تر سره شوې ده.

سویډن ته له پخوا څخه له دې کبله ډېر مهاجر ځانونه رسوي او د پناه غوښتنه کوي چې دغه هیواد د مهاجرو له پاره ډیر ښه امکانات لري.

خو په وروستیو کې بیا د سویډن د مهاجرت ادارې دا اعلان وکړ چې هیواد یې نه شي کولی نور مهاجرو ته استوګنځایونه برابر کړي او یو شمیر مهاجر حتی په خیمو کې اوسیږي.