1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د آلمان له پاره بدیل ګوند په آلمان کې دویم مشهوره ګوند دی»

۱۳۹۷ شهریور ۳۰, جمعه

یوه نظر پوښتنه ښيي چې د آلماني حکومت محافظه پاله ائتلاف په دوامداره توګه د رای ورکوونکو ملاتړ له لاسه ورکوي. ډیر ملاتړي ښي اړخي د آلمان له پاره بدیل ګوند ته ورغلی. په ځانګړې توګه یوه محافظه پاله ډیر ملاتړ له لاسه ورکړی.

https://p.dw.com/p/35Hp5
Deutschland Bundestagswahl Nachlese Merkel
انځور: Getty Images/S. Gallup

د یوې نوې نظرپوښتنې له مخې د آلمان له پاره بدیل ګوند یا AfD د میرکل په حکومت کې تر ائتلافي شریک سوسیال دیموکرات یا SPD څخه مخکې شوی او په دې ترتیب سره توانیدلی چې د میرکل د محافظه پالو له ائتلاف څخه وروسته، دویم لوی ګوند شوی دی.

دغه نظر پوښتنه د «دویچلند ترند» په نوم د ARD رسنۍ له خوا ترسره شوې چې پایلې یې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر ۲۱مه) خپرې شوې دي.

د آلمان له پاره بدیل ګوند د تیرې نظر پوښتنې، په پرتله یو سلنه ډیر ملاتړ لري او اوس یې د ملاتړ سلنه ۱۸ ته رسیدلې ده. دا د سوسیال دیموکرات ګوند په پرتله یو سلنه ډیر ملاتړ دی ځکه چې دغې ګوند د تیرې نظر پوښتنې په پرتله یو سلنه کم ملاتړ لري.

د انګلا میرکل د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو اتحاد ملاتړ هم ۲۸ سلنه ته رالویدلی دی. دا له ۱۹۹۷ کال راهیسې کله چې دغه ډول نظر پوښتنه پیل شوه، د میرکل د ګوند له پاره تر ټولو خرابه پایله ده.

د آلمان له پاره بدیل ګوند ملاتړ په داسې حال کې مخ په ډیریدو دی چې دغه ګوند له یوه کال راهیسې په فدرال پارلمان کې د ۱۲.۶ سنله څوکۍ په ګټلو سره پیاوړی حضور لري. د آلمان له پاره بدیل ګوند په ۲۰۱۳ کال کې جوړ شوی او له هغه وخت راهیسې په یوې ښي اړخه عوامپاله، د مهاجرو ضد ګوند بدل شوی دی. پر دې ګوند باندې د آلمان په کچه نیوکې هم شوې دي.

نورو وړو ګوندونو هم د میرکل د محافظه پاله ګوندونو د ملاتړ له رالویدو ګټه ترلاسه کړې ده. د آلمان زرغون ګوند او آزاد دیموکرات ګوندونو ملاتړ یو سلنه لوړ شوی او په ترتیب سره یې د ملاتړ کچه ۱۵ او ۹ سلنې ته رسیدلی دی.

Deutschland Bundestag Haushaltsdebatte | AfD-Fraktion | Weidel & Gauland
د آلمان په فدرال پارلمان کې د آلمان له پاره بدیل ګوند مشرانانځور: picture-alliance/Anadolu Agency/A. Hosbas

ډیریدونکي اختلافات

دغه شمیرې په داسې حال کې خپریږي چې د آلمان د کورنۍ استخباراتي ادارې مشر، د آلمان د اوسني حکومت د دوو اصلي ائتلافي ګوندونو تر منځ اختلافات رابرسیره کړي دي. د میرکل حکومت تر هغه وروسته له نیوکو سره مخامخ شو چې د کورنۍ استخباراتي ادارې مشر هنس ګیورګ ماسن، یې له ښي اړخې ایډیالوژۍ سره د خوا خوږۍ لرلو په تور له دندې ګوښه کړ، خو بیا یې په داسې یوې دندې وګوماره چې معاش یې تر پخوانۍ وظیفې لوړ دی.

له دې سره د میرکل په حکومت کې اختلافات هم ډیر شوي چې په ځانګړې توګه د مهاجرت د سیاست په برخه کې دي. د حکومت سخت دریځه غړي وايي چې آلمان باید د مهاجرت په برخه کې لا سخت قوانین پلي کړي. هغوی له دې سره غواړي چې هغه رای ورکوونکی چې د آلمان له پاره بدیل ګوند ته تللي، بیرته خپل ګوند ته جذب کړي.

Hans-Georg Maaßen und Horst Seehofer
زیهوفر د ماسن له اصلي ملاتړو څخه دی.انځور: Imago/C. Mang

زیهوفر تر فشار لاندې

خو داسې ښکاري چې دغې ستراتیژۍ د آلمان د کورنیو چارو د وزیر هورست زیهوفر له پاره د ګټې پر ځای تاوان لرلی دی. هغه له ماسن څخه خپل پرته له قید او شرطه ملاتړ اعلان کړی وو. یوازې ۲۸ سلنه رای ورکوونکي په دې باور دی چې زیهوفر د کورنیو چارو د وزارت له پاره مناسب کس دی. دغه سلنه په اپریل میاشت کې ۳۹ وه.

آن د محافظه پاله ګوندونو د ملاتړو په منځ کې د زیهوفر محبوبیت کم شوی دی. د هغوی له ډلې څخه یوازې ۳۱ سلنه یې په دې نظر دي چې د زیهوفر د کورنیو چارو د وزارت له پاره مناسب کس دی.

د «دویچلند ترند» نظر پوښتنې په ترڅ کې له آلمانیانو څخه پوښتنه کیږي چې که د راتلونکې یکشنبې په ورځ ټاکنې وای نو چا ته به یې رایه ورکړې وای.

sms/sr (Reuters, AFP, dpa)