1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظر پوښتنه د آلمان له پاره بدیل ګوند په دریم ځای کې ښيي

۱۳۹۶ شهریور ۲۷, دوشنبه

د آلمان تر پارلماني تاکنو یوه اوونۍ مخکې، یوه نظر پوښتنه ښيي چې «د آلمان له پاره بدیل» یا AfD تر نورو وړوکو ګوندونو مخکي دی. خو د آلمان زرغون او FDP ګوندونه اوس هم د دریم ځای ترلاسه کولو له پاره رقابت کوي.

https://p.dw.com/p/2kAKi
Deutschland Alternative für Deutschland Wahlplakat in Stuttgart
انځور: picture-alliance/dpa/B. Weißbrod

د «بیلد ام زونتاګ» ورځپانې د یکشنبې په ورځ د یوې نظر پوښتنې پایلې خپرې کړې چې پکې راغلي دي د مهاجرو ضد «د آلمان له پاره بدیل پاپیلیست ګوند» اوس هم د آلمان تر نورو وړوکو ګوندونو مخکې دی.

د «زونتګس تریند» په نوم دغه سروي د امنید انستیتیوت له خوا ترسره شوې چې ښيي د آلمان له پاره بدیل ګوند له پاره ملاتړ ۱۱ سلنه دی. له دې سره نو دغه ګوند کولای شي چې د آلمان په پارلماني ټاکنو کې دریم ځای خپل کړي.

که دغه ګوند وتوانیږي چې په ټاکنو کې همدومره رایې ترلاسه کړي نو د آلمان پارلمان یا بوندستاګ ته به د لومړي ځل له پاره لار وموندي.

د آلمان له پاره بدیل ګوند وروسته، د ګیڼ اړخو ګوند دی چې ترې ۱۰ سلنه ملاتړ موجود دی. د نظر پوښتنې له مخې د AFD ګوند نهه سلنه او د زرغونو ګوند بیا اته سلنه ملاتړ له ځان سره لري.

میرکل تر خپل سیال شولڅ مخکې ده

د امنید په نظر پوښتنه کې د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل، د سوسیال دیموکرات ګوند یا SPD تر نوماند مارتین شولڅ، ډیره مخکې ده او د هغې ګوند به بیا هم په آلمان کې تر ټولو ډیر ملاتړ لرونکی ګوند پاته شي.

د میرکل له مسیحي دیموکرات اتحاد یا CDU ګوند او په بایرن کې یې متحد مسیحي سوسیال اتحاد SCU د آلمان په منځ کې ۳۶ سلنه ملاتړ لري. د SPD ګوند بیا چې صدراعظمۍ ته یې مارتین شولڅ نومولی دی، یوازې ۲۲ سلنه ملاتړ لري.

په نظر پوښتنه کې دا موضوع هم مطرح شوې ده چې ولې د آلمان له پاره بدیل ګوند دومره ملاتړ ترلاسه کړی دی. ۵۸ سلنه پوښتل شویو کسانو د دې ګوند د ودې پړه د صدراعظمې میرکل پر سیاستونو باندې اچولې ده خو ۳۴ سنله نور پوښتل شوي کسان بیا له دې آرزونې سره موافق نه دي.

FDP او زرغون ګوندونه غواړي دریم ځای خپل کړي

د FDP او زرغون ګوندونو د یکشبنې په ورځ وویل چې د دریم ځای د ترلاسه کولو له پاره سیالۍ لا تراوسه پورې پای ته نه دي رسیدلي. زرغون ګوند وایي چې تر CDU او SPD وروسته به په ټاکنو کې دریم ځای خپل کړي.

د یکشنبې په ورځ په برلین کې د زرغون ګوند په کنفرانس کې مخکښې نوماندې کاترین ګورینګ ایکارد، ژومنه وکړه ګوند به یې په راتلونکې اوونۍ کې په حیرانوونکي ډول په نظر پوښتنو کې مخکښ شي.

خو د FDP یا آزاد دیموکرات ګوند مخکښ نوماند کریستین لیندر، بیا له دې سره موافق نه دي. هغه د خپل ګوند په یوه کنفرانس کې وویل چې زرغون ګوند د دریم ځای ترلاسه کولو چانس نه لري. هغه ټینګار وکړ چې که صدراعظمه انګلا میرکل، یو ځل بیا له سوسیال دیموکرات ګوند سره په ایتلاف کې حکومت جوړ کړي، نو د FDP ګوند به په پارلمان کې د اصلي اپوزیسیون نقش ولوبوي.

لیندر ټینګار وکړ چې د آلمان اپوزیسیون مشري باید د آلمان له پاره بدیل ګوند و نه کړي. هغه دغه ګوند د «نشنالیستي-استبدادي» مفکورو خاوند وباله.

آزاد دیموکرات ګوند یا FDP غواړې په روانو ټاکنو کې پارلمان ته لار وموندي. دغه ګوند په تیرو پارلماني ټاکنو کې تر پنځه سلنه کمې رایې ګټلې وې او له همدې کبله د آلمان د قانون له مخې بوندستاګ ته په لار موندنه نه وو توانیدلی.