1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظر پوښتنه: د افغانانو له پاره امنیت لومړيتوب لري

عبدالباري حکيم / حسين سيرت۱۳۹۳ مهر ۱۹, شنبه

نوی افغان ولسمشراشرف غني احمدزي له اداري فساد سره مبارزه د خپل کار په ړومبیتوبونو کې نیولې ده. خو یوه تازه خپره شوې نظر پوښتنه په هیواد کې د سولې او امنیت ټینگښت ترهرڅه مخکې گڼي.

https://p.dw.com/p/1DTZT
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د یوې ورځپانې له خوا د ۱۳۹۳ کال د چنگاښ په میاشت کې په لاره اچول شوې دغه نظر پوښتنه چې پایلې يې د شنبې په ورځ ( د ۱۳۹۳ کال د تلې ۱۹) خپرې شوي دي، له نوي افغان ولسمشر څخه غواړي چې په «هیواد کې سوله، امنیت او له وسلوالو مخالفینو سره د قوې څخه د کار اخیستو پر ځای د روغي جوړي خبري اتري د خپل کار په ړومبیتونوبو کي ونیسي.»

هشت صبح ورځپاڼې چې دغه نظر پوښتنه ېې د افغانستان په ۳۴ ولایاتو کې له ۶۸۳۰ کسانو څخه د پوښتل شوو سوالونو د جوابونو پر بنسټ چمتو کړې ده، په خپل خپاره شوي رپوټ کي يې ليکلي چې د نظر پوښتنې ځواب ورکونکو پر څلور غوښتنو د ړومبیتوبونو له مخې په ترتیب ټینگار کړی دی: لومړي سر کي امنیت، دوهم کاري اشتغال، تعلیم او لوړي زدکړي او د اداري فساد سره مبارزه.

په نظر پوښتنه کې ډيری برخه اخیستونکو ویلي دي چې د امنیت په ټینگښت سره د خلکو لپاره کاري اشتغال چې ۲۹ سلنه خلکو هغه د خپل ژوند د سترو ستونزو له جملې څخه گڼي، ښه زمینه برابریږي. د افغانستان ډیری کاري بشري قوه د کار موندلو لپاره گاوڼديو هیوادونو ایران او پاکستان ته مخه کوي. اکثره ځوانان له ښونځیو او پوهنتونو څخه له فراغت څخه وروسته کار نه شي پیدا کولای.

دغه نظر پوښتنه د ۱۳۹۳ کال د چنگاښ په میاشت کې چې لا د افغانستان نوی ولسمشر ټاکل شوی نه ؤ په لاره واچول شوه. د هغې له مخې ۷۰ سلنه ځواب ورکونکو ویلي دي چې نوی ولسمشر باید له وسلوالو مخالفینو سره د سولې پر خبرو اترو ټینگار وکړي.

له اداري فساد سره مبارزه


دغه نظر پوښتنه وروسته له هغی خپریږي چې نوي ټاکل شوی ولسمشرو اشرف غني احمدزي اعلان وکړ چې د « فساد او اختلاس» پر ضد مبارزه د هغه په ړومبیتوبونو کی راځي. غني احمدزي یواځې څو ورځې وروسته د خپل ریاست له پیل څخه د افغانستان له څارنوالې څخه وغوښتل چې د کابل بانک د اختلاس قضیه ژر تر ژره محکمې ته وړاندی کړي او اختلاس کونکي روښانه کړي او محاکمه کړي.

د نظر پوښتنې له مخې له اداري فساد سره مبارزه د خلکو د غوښتنو په څلورم مقام کې راځي چې نوی حکومت باید د هغه د له مینځه وړلو لپاره هڅې وکړي. د نظر پوښتنې ۸۱ سلنه خلک په دی نظر دي چې « د کانو، سوادگرې او صنعت په برخو کی غیر شفاف قراردادونه د اداری فساد اصلی عاملین دي او باید له مینځه ولاړ شي.» ۹۰ سلنه خلک وايی چې نوی ولسمشر باید د اداري فساد پر ضد خپله مبارزه له لوړ پوړو دولتی چارواکو څخه پیل کړي. هغوی وايي چې د زور او قدرت خاوندان تر ټولو زیات په اداری فساد او اختلاس کې لاس لري.

بشري حقوق او د بیان آزادي

په نظر پوښتنه کې چې د افغانستان د ټولنې مختلفو پرگنو د نه سواد لرونکو څخه نیولې د تعلیم خاوندانو او له ځوانانو څخه نیولې تر زړو پورې برخه اخیستې ده، ۸۹ سلنه خلک په دې نظر دي چې په دولتي او حکومتي ادارو کې استخدام باید د «قومیت، کورني او شخصي روابطو» پر بنسټ نه وي.

د هشت صبح د ورځپاڼې له خوا په دغي خپرې شوي نظر پوښتنې کې د بشری حقونو پر خوندي ساتنی باندې سخت ټینگار شوی دی. ۸۹ سلنه خلک په دې نظر دي چې د «ډيری بشري حقوق د کورنیو په دننه کي تر پښو لاندي کيږي او د کورني تاوتریخوالي پر ضد باید ټینگه مبارزه وشي.» په تیرو ۱۳ کلونو کې د مدني ټولنو د فعالیتونو سره سره، د ښځو، ماشومانو او د ټولنې د نور ضعیفو پرگنو پر ضد تاوتریخوالي له مینځه نه دی تللی. دغسی وضعیت په خاصه توگه په هغو سیمو کې ډير زیات لیدل کیږي چی هلته امنیت نه شته.

د نوموړې ورځپانې د نظر پوښتنې له مخې ډيری خلک د تیرو لسیزو د جگړو د مجرمینو نه محاکمه کول د افغانستان د قضا یوه ستره کمزوري گڼي او د جگړو او زور زیاتیو د قربانیانو په حق بې عدالتي گڼي. ۸۶ سلنه خلک له نوي حکومت څخه غواړي چی «جنگي جنایت کاران او هغه افراد چې د کورنیو جگړو په موده کې په عام وژنو او لوټ ماریو لاس پوري کړی باید محاکمه شي.»