1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظر پوښتنه: پر افغان حکومت باور کم شوی

۱۳۹۴ آبان ۲۷, چهارشنبه

د یوې نوې نظر پوښتنې له مخي له ۲۰۰۴م کال راهيسي تر بل هر وخت اوس ډېر افغانان په دې نظر دي چې هیواد ئې پر ناسم لور روان دی. ناامني، فساد، ناوړه اقتصادي وضعیت او دا چې حکومت به ئې ستونزې څنګه حلوي، د دوی ستري اندېښنې دي.

https://p.dw.com/p/1H7b9
Afghanistan - Land und Leute
انځور: dapd

د «آسیا بنسټ» په یوه نظر پوښتنه کې چې د سه شنبې (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۱۷) خپره شوې او د ټول هیواد په کچه ترسره شوې، ویل شوي چې د هیواد د ټولیز پرمختګ په اړه د افغانانو خوشبیني په تیرو لسو کالو کې بېخي کمه شوې، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۴م کال کې خلک زیات خوشبین ول.

په دغه نظر پوښتنه کې د پوښتل شوو کسانو تر نیمايي زیاتو ویلي دي چې هیواد ئې پر غلط لور روان دی. دا په داسي حال کي ده چې پروسږ کال ۴۰.۴ سلنه وګړي په دې آند ول.

د روان مېلادي کال جون مياشتي له ۱۱ تر ۲۸ نېټې پوري ترسره شوې دغه څېړنه چې «افغانستان په ۲۱۰۵م کال کې» د افغانانو یوې سروې عنوان ورته ورکړل شوې، د پوښتل شویو له قوله ویل شوي چې خراب امنیتي وضعیت، بې کاري او د فساد ډېرښت د دوی په ناامیدۍ کې د زياتوالي سبب شوي دي. د مثال په توګه د هغو افغانانو شمیر چې خپل ژوند په خطر کې ویني تر ټولو لوړ یعني ۶۷.۴ سلنه دی.

بهرنيو مرستو ته اړتیا

نظر پوښتني دا هم ښوولې ده چې زیاتره افغانان په دې آند دي چې د افغانستان ملي اردو د خپلو فعالیتونو له پاره بهرنيو مرستو ته اړتیا لري. تقریباً ۸۳ سلنه افغانان وايي چې ملي اردو د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري په داسې حال کې ۸۰ سلنه افغانان بیا وايي چې د افغان پولیسو له پاره هم دغه مرستي اړیني دي.۷۰.۴ سلنه بیا دا احساس کوي چې افغان محلي پولیس هم نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

داسې نخښې نښانې شته چې افغان عسکرو له ستراتیژيکي پلوه مهم ښار کندز بیرته په یوازې سر له طالبانو څخه نه دی نیولی. دې کار د دغه ډول یرغلونو او عملیاتو پر وخت د افغان ځواکونو د بریالیتوب له پاره د بهرنیو ځواکونو د مرستي د اړتیا په اړه پوښتني زیاتي کړي دي.

د آسیا فاونډیشن څیړنه ښيي چې افراطي ډله «اسلامي دولت» چې د ډيرو خونړیو بریدونو مسئولیت ئې منلی هم د دې لامل شوې چې افغانان د خپل خوندیتوب په اړه زیات اندېښمن شي. د هرو څلورو پوښتل شویو درو تنو ویلي دي چې د دغي ډلې په اړه یې اوریدلي او ۴۰٫۳ سلنه وايي چې له دغي ډلي څخه خطر متوجه دی.

د اعتماد بایلل

د افغانانو خوشبیني هغه وخت له منځه ولاړه چې د ولسمشرۍ له پاره ټاکني لانجمني شوې. سیاسي بحران چې د درغلۍ تر تورونو وروسته رامنځ ته شو، په هیواد کې ئې د واک د سوله ییز او دیموکراتیک انتقال هیلې له منځه یوړې.

په افغانستان کې د «آسیا فاونډیشن» استازی عبدالله احمدزی وايي: «افغانستان پر یوه ځاي په درو برخو امنیت، سیاست او اقتصاد په برخو کې له بدلون او فشار سره مخ شو.»

د سروې پايلي ښيي چې دغه چلينجونو ته د اغېزمن ځواب د ورکړي په اړه د حکومت پر وړتیا د خلکو بدګوماني زیاته شوه چې په پایله کې یې خلکو د هیواد پر نهادونو اعتماد له لاسه ورکړی.

فساد او عمومي خدمات

«آسیا بنسټ» دا هم موندلې ده چې د هغو افغانانو شمیر چې وايي د سیمه ییز حکومت پر پریکړو اغېز درلودلای شي چې په ۲۰۱۴م کال کې ۵۶ سلنه وو، ۴۴.۵ سلنه ته راټیټ شوی. د فساد د له منځه وړولو د حکومت د هلو ځلو سره سره هم ۹۰ سلنه افغانان وايي چې اختلاس د دوي د ورځني ژوند ستر مشکل دی چې دا د ۲۰۱۴م کال په پرتله یو لوړ شمیر دی.

که څه هم حکومت د بنسټیزو خدماتو په رسولو کې پرمختګ کړی دی، خو د دې خدماتو په اړه د خلکو رضایت لږ دی او تر نیمايي زیات افغانان د بریښنا، سړکونو، د څښاک د پاکو اوبو، زده کړي، روغتیا او کرهڼي له پاره د اوبو له نشتوالي شکایت کوي.

ځوانان او د ښځو حقوق

دې ته په کتو سره د افغانستان د نفوس تقریباً نیما ۱۸ کلنۍ ته لا نه دي رسېدلي او د نړۍ تر ټولو زیات ځوان نفوس لرونکی هیواد دی، آسیا فاونډیشن په خپله نظر پوښتنه کې د دوی نظر هم اخیستی دی.۷۱،۴سلنه افغانان وايي چې بې کاري او ۲۶.۵ سلنه بیا په دې آند دي چې بې سوادي د افغان ځوانانو تر ټولو لویه ستونزه ده.

د ۲۰۱۵م کال دغه څېړنه په سیاست کې د ښځو لاسته راوړنو ته اشاره کوي. د افغانستان په کابېنه کې څلور ښځي شاملي دي او حکومت دوو ولایتونو ته والیاني ټاکلي دي.

د «آسیا بنسټ» له خوا ویل شوي: «افغان مېرمني اوس زیاتره په خپلو حقوقو خبري دي او پوهیږي چې د کورني تاوتریخوالي او ستونزو پر وخت کوم نهاد ته مراجعه وکړي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب