1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظر پوښتنه: ډېری افغانان د خپل امنيت په اړه اندېښمن دي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۱۴, پنجشنبه

يوه نوې نظر پوښتنه ښيی چي ډيری افغانان د تير کال په پرتله د خپل امنيت په اړه اندېښمن دي. دا په داسي حال کي ده چي په پلان کي ده په يوه کال کي به ټول بهرني ځواکونه له دغه هيواد څخه ووځي.

https://p.dw.com/p/1ATJi
انځور: dapd

د آسيا بنياد د نظر پوښتني له مخي چي نتيجه يې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر۵) اعلان سوې ده، د پوښتل سوو په سلو کي ۵۹ يې ويلي دي چي د امنيت په اړه بېره لري. تير کال په دغه وخت کي يوې نظر پوښتني ښوولې وه چي په سلو کي ۴۸ د امنيت په اړه بيره لري.

په دغه نظر پوښتنه کي د پوښتل سوو نزدې ۷۰ سنله يې ويلي دي چي له بهرنيو ځواکونو سره په مخامخ کېدو کي ويره لري. دا په وروستيو کلونو کي د عامو وګړو او نړيوالو ځواکونو ترمنځ د بې اعتمادی تر ټولو لوړه کچه ده.

دغه راز د پوښتل سوو درې پر څلورمه برخه ويلي دي چي په هيواد کي دننه له يوې سيمي څخه بلي ته د سفرکولو پرمهال بېره لري. په دغه نظر پوښتنه کي د ګډون کوونکو ۳۵ سلنه له طالبانو سره خپله همدردي ښوولې ده چي دا بيا په ۲۰۱۲ کال کي تر ۳۰ سلنه زيات ښيي او په ۲۰۰۹ کال کي تر ۵۶ سلنه ډېره لږ ده.

د پوښتل سوو په سلو کي ۲۲ سلنه يې په افغانستان کي د طالبانو د زور زياتي دليل د بهرنيو ځواکونو حضور بللی دی. خو ۲۰ سلنه بيا ويلي دي چي د طالبانو زور زياتی د حکومت د په لاس راوړلو له پاره دی.

په نظر پوښتنه کي د ګډون کوونکو درې پر څلورمه برخه د سولي او ملي پخلايني په برخه کي د افغان حکومت هڅي ستايلي دي او دوه پر دريمه ويلي دي چي که دغه تلاښونه کومي نتيجې ته ورسيږي د هيواد د ثبات له پاره ګټور تماميږي.

پر دې سربيره د هغو افغانانو شمېر ۵۵ سلنه ته رسېدلی دی چي وای هيواد يې پر سمي خوا روان دی. د دې خوشبينۍ عمده دليل د بيا رغاوني پروژې او ښه امنيت ښوول سوی دی. هغه څوک چي د هيواد د راتلونکي په اړه بدبينه دي عواميل يې فساد، ناامني او بېکاري بللي دي.

د آسيا بنياد په خبره له ۲۰۰۷ کاله راهيسي په افغانستان کي د راتلونکي په اړه د ډيرو افغانانو د بدبينۍ عمد عامل په دغه هیواد کي ناامني ده. خو د روان کال په نظر پوښتنه کي بيا د راتلونکي په اړه د بدبينۍ اصلي عامل فساد بلل سوی دی. دغه راز د هغو کسانو شمېر هم زيات سوی دی چي وايي د راتلونکي له پاره د بدبينۍ عامل يې بېکاري ده.

دا په افغانستان کي د آسيا بنياد ۹مه نظر پوښتنه ده چي په کال کي يې يو وار ترسره کوي. په دغو نظر پوښتنو کي د دغه هيواد په ۳۴ ولايتونو کي نزدې ۹۰۰۰ تنه پوښتل سوي دي.

دغه سازمان چي د حکومت دارۍ د تقويه کولو، قانوني سيستمونو، اقتصادي پراختيا او سيمه ييزو همکاريو په برخه کي په آسيا کي فعاليت کوي له ۲۰۰۶ کال راهيسي يې په افغانستان کي ۵۵۰۰۰ کسان پوښتلي دي.

په افغانستان کي د آسيا بنياد د نماينده مرستيال عبدالله احمدزي وويل: «په داسي حال کي چي دغه نظر پوښتنه د بېري احساس برملا کوي، افغانان د راتلونکو ټاکنو د پايلو او د ثبات راتلو له پاره د ملي پخلايني په برخه کي د حکومت تلاښونو ته اميدوار دي.»