1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نعيمي: د بن د دهم کنفرانس ثمره به تر لومړي ډيره وي

۱۳۹۰ آذر ۹, چهارشنبه

د بن له دوهم کنفرانس سره د ډيرو افغانانو هيلي تړلي دي. د دولتي مامورينو څخه نيولې بيا تر عامو وگړو پوري ټول دغه وايي، چي نړيواله ټولنه بايد تر ډيره د افغانستان سره پاته سي او په اقتصادي برخه کي مرسته ور سره وکړي.

https://p.dw.com/p/13Jfr
د خوست والي عبدالجبار نعيمي
د خوست والي عبدالجبار نعيميانځور: DW

د خوست والي عبدالجبار نعيمي هم په دې نظر دئ او وايي، چي د بن د لومړي کنفرانس څخه تر اوسه د نړيولاو په مرسته په افغانستان کي ډير پر مختگ سوئ.

نعمي له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په ځانگړي مرکه کي وويل، چي دا د بن د لومړۍ غونډي برکت وو، چي په افغانستان کي دومره پر مختگونه وسول.«دوهمه غونډه به ئې تر دې هم گټوره وي.»

د خوست د والي په خبره، که سړی تيرو لسو کلونو ته وگوري په هر اړخ کي ډير زيات کارسوئ:

« په امنيتي لحاظ که ووايم، پخوا موږ تش په نامه پوليس او تش په نامه ملي اردو او نظامي ادارې درلودې، خو نن الحمدالله، موږ ښه فعال پوليس، اردو، ملي امنيت او سرحدي پوليس لرو.»

نعمي وايي که سړی يوازي په خوست ولايت کي وگوري، نو ويني، چي د خلکو د فکري جوړوني له پاره هڅي سوي، د قومونو ترمنځ د ځمکو او غرونو پرسر جنجالونه او جګړې ختمي شوي، وسلې راټولي سوي او د امنيت په فضا کي د يوې قانوني ادارې له پاره ډېري هلي ځلي سوي.

«همدا هڅي دي، چي دا وخت په خوست کي د پخوا په پرتله امنيتي وضعيت تر پخوا ډېر ښه سوى او د امنيت په وړاندي د خلکو د هر ډول تشويش مخه نيول شوې.»

د خوست والي له دويچه ويله پښتو ويبياڼي سره په ځانگړې مرکه کي په تيرو لسو کلونو کي د يو شمېر ستونزو يادونه هم وکړه. هغه د مثال په توگه، د بې وسلې کولو پروسه ياده کړه، چي په وينا يې ډيری خلک يې بې وسلې کړل، ولي هغه مرستي چي ژمنه ئې ورسره سوې وه، نه دي عملي سوي.

«موږ په تير يو نيم کال کي د خوست درې ولسوالۍ اسماعيل خېل، ګربز او ځاځي ميدان بې وسلې کړې، سلګونه ميله وسلې مو د (ډاياک) پروګرام ته وسپارلې او هغه ولسوالۍ مو د سولي په نوم ونومولې. خو متاسفانه په مقابل کي ئې هغه څه امتيازات، چي دوه نيم يا درې لکه ډالره ول، هغه موږ ته را نه کړل سول، چي خلکو پخپلو کليو کي پروژې په عملي کړي وای.»

د بن په دوهم کنفرانس کي د نړيوالي ټولني څخه د نعيمي غوښتنه دا ده، چي د افغانستان سره د امن په راوستلو او تروريزم سره د مبارزې له پاره ډيري نوري مرستي وکړي.

د والي په خبره نړيواله ټولنه بايد د افغانستان سره په بېلابېلو برخو کي خپلو مرستو ته دوام ورکړي، په عدلي او قضايي برخو کي ستونزو ته پام وکړي او د امنيتي ځواکونو له پارم جهزي وسلې او تجهيزات ورکړي.

نعيمي هم د يو شمېر نورو افغانانو په شان د بن له دوهم کنفرانس څخه ډيري هيلي لري، او وايي، چي دا د افغانستان د راتلونکي له پاره ډيره گټه لري.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل