1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نعيمي: په خوست کي د مځکو غصب د بيارغوني مخه نيولې

۱۳۸۹ بهمن ۲۵, دوشنبه

په هيواد کي د دولتي ځمکوغصب د افغان حکومت په وړاندي په يوه جدي ننګونه بدل سوی. خوست هم چي د هيواد په سويل ختيځ کي پروت سرحدي ولايت دى، نږدې ٦٠ زره جريبه دولتي ځمکه يې د زوروکاو لخوا لاندي سوي.

https://p.dw.com/p/R0Yc
د خوست ښار يوه څنډه چي مارکېټونه پر جوړ سوي دي
د خوست ښار يوه څنډه چي مارکېټونه پر جوړ سوي ديانځور: Pahjwok Afghan News

د خوست والي عبدالجبار نعيمي د المان ږغ راډيو سره په يوه ځانګړي مرکه کي انديښنه وښوده ، چي د دولتي ځمکوغصب د دوى کارونه له جدي ګواښ سره مخامخ کړى او له همدي امله اوسمهال په خوست کي د بيارغوني يو شمير مهمي پروژي په ټپه دريدلي.

نعيمي زياته کړه، چي د غصب سوو ځمکو د بيرته راګرځولو لپاره يې کلکه مبارزه پيل کړې، يو شمير ځمکي يي له غاصبينو نيولي او د سړې هوا په توديدو سره به نوري غصب سوي ځمکي هم ، د زورواکانو له منګلو خلاصي کړي.

په همدي حال کي په خوست کي د مدني ټولنو يو شمير فعالين هم پدغه ولايت کي د ځکمو پر غصب خفګان څرګندوي.

په سيمه کي د نظر خاوند او ازاد خبريال مالي خان يعقوبي وايي، چي دا وخت په خوست کي د نوي ملکي ډګر او سړو خونو پروژې ، چي لسګونه ميليونه ډالر ورته ځانګړي سوي وو، د ځمکو د غصب له امله يې دا وخت ځانګړي سوې بوديجه لغوه اعلان سوي.

له بلي خوا د خوست والي عبدالجبار نعيمي زياتوي ، چي په راتلونکي کال کي به ، په دغه ولايت کي د بيارغاوني يو شمير مهم کارونه هم پيل کړي.

د هغه په خبره په دې پروژو کي به د ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړول او د کرهڼي په برخه کي د اوبو د ځينو بندونو جوړل يي په لومړيتوب کي دي.

دا په داسي حال کي ده، چي د هيواد په ډيرو سيمو کي اوس هم په زرګونه جريبه دولتي ځمکي د زورواکانو لخوا غصب سوي دي.

په هرات کندهار او کابل کي هم دولتي مامورين د مځکو د غصب څخه سر ټکوي. خو اوس خبره داده چي دغه مځکي څوک لاندي کوي، هر وخت د زورواکانو څخه خبري کيږي.

د کندهار ولايت يو تن اوسيدونکی وای چي په کندهار کي ټولي منځکي هغو کسانو لاندي کړي چي اوس هم په دولتي ادارو کي کار کوي.

که هغه ولسوالان ، که د شورا نمايندگان او که د ښاروالۍ مسولين دي.

په کندهار ښار کي د عينو مېني سيمه چي د افغانستان په ملي دفاع ملکيت دی اوس د شخصي کمپنۍ لخوا پلورل کيږي.

ددغه کمپنۍ د مسولینو په خبره چي مځکه يې له دولت څخه رانيولې ده نه داچي غصب کړې يې ده.

څه موده وړاندي د اراضيو د ادارې تر نامه لاندي يوه خپلواکه اداره هم رامنځته سوه. څو د زورواکاو له منګولو د دولتي ځمکو د خلاصولو او مخنيوي په برخه کي کار وکړي. خو د دولتي ځکمو د غصب لړۍ په چټکۍ سره دوام لري.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل