1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتو ځانمرگو برید کوونکو پنځه تنه پولیس ووژل

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ فروردین ۶, سه‌شنبه

اتو تنو ځانمرگو بریدکوونکو په ختیځ ښار جلال آباد کې د پولیسو پر یوه مرکز باندې برید وکړ چې په پایله کې یې پنځه تنه پولیس ووژل شول او څلور تنه نور ټپیان شول. په پېښه کې ټول بریدکوونکي هم وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/18490
An Afghan National Army soldier (ANA) takes up position at the site of an attack in Jalalabad December 2, 2012. Suicide attackers detonated bombs and fired rockets outside a major U.S. base in Afghanistan on Sunday, killing five people in a brazen operation that highlighted the country's security challenges ahead of the 2014 NATO combat troop pullout. REUTERS/ Parwiz (AFGHANISTAN - Tags: CIVIL UNREST MILITARY)
Afghanistan Selbstmordattentat US-Stützpunktانځور: REUTERS

د پېښې په ترڅ کې لومړی یوه ځانمرگي بریدکوونکي له چاودیدونکو موادو څخه خپل ډک موټر د جلال آباد د ښار د چټک غبرگون پولیسو قطعې مخې ته منفجر کړ. تر دې وروسته اوو تنو نورو برید کوونکو چې ځانمرګي واسکټونه یې پر تن لرل، د پولیسو پر دغه مرکز باندې برید وکړ. درو تنو برید کوونکو خپل ځانونه د پولیسو په دې مرکز کې والوزول خو څلور تنه نور ېی بیا د پولیسو له خوا په ډزو وویشتل شول. د بریدکوونکو او پولیسو تر منځ نښتې له یوه ساعت څخه د ډیر وخت له پاره دوام وکړ.

د ننگرهار ولایت د پولیسو قوماندان محمد شریف امین، ویلي دي چې یو شمیر برید کوونکو ناټو ځواکونو ته ورته یونیفورمونه پر تن لرل. په همدې حال کې د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

جلال آباد د ننگرهار ولایت مرکز دی چې له پلازمینې کابل څخه څه نا څه ۱۲۰ کیلومتره واټن لري. دغه ولایت د پاکستان له قبایلې سیمو سره گډ سرحد لري او له همدې کبله وخت نا وخت په کې بریدونه تر سره کیږي.

دغه برید په داسې حال کې کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د دشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د مارچ میاشتې ۲۵ نېټه) په یوه ناڅاپي سفر کابل ته ورسید.

په وروستیو وختونو کې د افغان حکومت وسله وال مخالفین په یوه وخت کې د موټر بمونو، ځانمرگو او سپکو وسلو بریدونه تر سره کوي چې وشي کولای افغان او بهرنیو ځواکونو ته ډیر تلفات واړوي.

ویل کیږي چې د اوړي له رارسیدو سره به په راتلونکو میاشتو کې به پر افغان او بهرنیو ځواکونو باندې د طالبانو بریدونه نور هم ډیر شي. طالبان ډیر وخت په ژمي کې د سړې هوا له کبله خپل بریدونه راکموي.

د مارچ میاشتې په ۱۴ نیټه افغان امنیتي ځواکونو کابل ته نزدې یو لوی موټر ونیو چې په کې اته ټنه چاودیدونکي مواد بار ول. هغو د دغه موټر د نیولو په عملیاتو کې پنځه تنه شکمن ځانمرگي برید کوونکي ووژل او دوه تنه نور یې ونیول. ویل کیږي چې دغه موټر په کابل کې د ناټو پر یوه مرکز باندې د برید کولو له پاره دې سیمې ته راوړل شوی وو.