1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننگرهار: ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي

۱۳۹۱ خرداد ۲۳, سه‌شنبه

په ننګرهار ولايت کې ګن شيمر ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي. که څه هم اوس د هغوی د زده کړې او روزنې وخت دئ، خو د دې پر ځای هغوی په سړکونو کې‎ د کاغذونو، پلاستيکونو او کباړ په راټولولو بوخت دي.

https://p.dw.com/p/15CQ2

همدا رنګه د دې ماشومانو له ډلې څخه ډیر شمیر ئې په تجارتي مارکيټونو کې درانه بارونه لیږدوي چې له دې لارې د خپلې کورنۍ له پاره یو څه پیسې پیدا کړي.

عمران د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ اوسيدونکی دئ. هغه اوس د جلال آباد ښار د سبزيو په بازار کې کراچۍ چلوي. عمران وایي:

«له زده کړې سره ډيره مينه لرم خو نه شم کولای چې د نورو ماشومانو په څير زده کړې وکړم. ځکه چې د خپلې کورنۍ مسئوليت په غاړه لرم. زموږ په کور کې بل څوک د پیسو گټولو له پاره نه شته.»

يو بل تن چې نوم ئې شفيق دئ او په ښار کې پلاستيکي پاکتونه پلوري وايي چې مجبور دئ چې سخت کارونه وکړي چې د خپلې کورنۍ له پاره یو څه پیسې وگټي:

«دولت له موږ سره تر اوسه هيڅ مرسته نه ده کړې. زه مجبور یم چې دغه کارونه وکړم.»

د جلال آباد ښار يو تن اوسيدونکی خيرالله قورشي، وایي چې په ماشومانو باندې د کار کولو حق هیڅ څوک هم نه لري. هغه زیاتوي چې ماشومان د هیواد راتلونکې دي او هغوی بايد زده کړو ته وهڅول شي، چې خپل اسلامي او اجتماعي حقوق وپیژني. ښاغلي قورشي له دولت څخه غواړي چې دغو ماشومانو ته جدي پام لرنه وکړي.

د جلال آباد د کار او ټولنیزو چارو د ادارې مشر کمال الدين پوپلزی، وايي چې دوی له کارگرو ماشومانو سره د مرسته کولو له پاره اقدامات کړي دي:

«هغه ماشومان چې سر پرست نه لري، اقتصادي ستونزې لري، او یا هم د نورو لاملونو له کبله په سختو کارونو بوخت وي، موږ ورباندې غږ کوو چې زموږ ادارې ته مراجعه وکړي چې موږ وروته د زده کړې زمینه برابره کړو او مرستندویه موسسو ته ئې وروپیژنو.»

پلوپلزي زياته کړه چې د هغوی اداره دومره بودجه نه لري چې له ټولو ماشومانو سره مرسته وکړي او له همدې کبله پر ټولو تجارانو او مرستندویه موسسو باندې غږ کوي چې له دې ماشومانو سره مرسته وکړي.

شمع احمدزۍ/ ننگرهار
کتونکی: مسعود جهش