1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننگرها: د چپرهار ولسوالۍ اوسيدونکي له نا امنۍ سر تکوي

۱۳۸۹ بهمن ۳, یکشنبه

ځو ورځي دمخه د ننگرهار امنيتي چارواکو په هغه ولايت کي د امنيت له پله ډاډ رکړی. خو اوس د چبرهار اوسيدنکي د ناامنۍ شکايت کوي او وايي چي د شپې طالبان او د ورځي دولت واکمن دي.

https://p.dw.com/p/QudO
د نا امنۍ د لاسه په خپلو مځکو کي کار نسو کولای
د نا امنۍ د لاسه په خپلو مځکو کي کار نسو کولایانځور: AP

د دغه ولسوالۍ خلکو وويل چي افغان دولت بايد په سيمه کي د وسله والو پرضد عمليات ترسره کړي تر څو يي ژوند خوندي او په امن کي سي.

د چپرهار يو تن اوسيدونکي جان ولي المان ږغ ته وويل: امنيت په چپرهار کي ډير خراب دی، هيڅوک نه سي کولای چي د شپې له خوا وګرځي او په خپلو پټيو کي کار وکړي. هغه څوک چي دولتي دنده لري هغه خو بيخي ناوخته خپل کور ته نه سي تلای.»

ددې ترڅنګ د همدغه ولسوالۍ د حافضانو د کلي يو تن اوسيدونکی افسر خان وويل چي بايد افغان دولت پدغه ولسوالۍ کي امينتي ځواکونو شمير زيات کړي

هغوی وايي: په ولسوالۍ کي که ملي پولس زيات نسي نو همداسي به بې ګناه خلک له منځه ځي هغه چاته چي د شپې لخوا ورته کارپيداسي، نسي کولا چي خپلوکارونه وکړي ځکه له امنيتي ستونزو سره مخ کيږي.

پدغه ولسوالۍ کي نه يوازي عام خلک له ناامنۍ څخه سرټکوي، بلکي ددغه سيمي دولتي چاراوکي هم له ناامنۍ انديښمن دي .

د چپرهار ولسوال علم معشوق المان ږغ ته وويل چي پوليس يي کم دي نو ځکه وسله وال د شپي له خوا په سيمه کي په ډاډ سره خپل فعاليتونه ترسره کوي .

هغه له ولايتي ادارې غوښتنه وکړه چي پدغه ولسوالۍ کي امنيتي پوليس ډير کړي ترڅو د ناامنۍ مخ ونيول سي.

چپرهار د ننګرهار له هغه ولسواليو څخه شميرل کيږي چي ناامني په کي ددغه ولايت د نورو ولسواليو په نسبت ډيره ده.

ددغي ولسوالۍ څخه وخت ناوخت د سړک د غاړي د چاودنو، ځان مرګو بريدونو او وسله والو نښتو راپورنه ورکول کيږي.

شمعه احمدزۍ/ جلال آباد

کتونکی: نجيب الله زيارمل