1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن د جرمني پارلمان د آواکس په الوتکو کښي د ګډون فيصله کوي

۱۳۸۸ تیر ۱۱, پنجشنبه

په افغانستان کښي آواکس اکتشافي الوتکي بايد ټول نظامي هوايی تګ راتګ کنټرول ،او د هوايي عملياتو ملاتړ وکي، خو ددغه ماموريت سره په پارلمان کښی مخالفت ډير دی ...

https://p.dw.com/p/IfjL
په هوا کښي د آواکس طياره
په هوا کښي د آواکس طيارهانځور: AP

کله چه سړی د هغه ږغ اوري ،نو د يوې نورمالي بوينګ 707 ږغ لري . خو د هغې د ليدو څخه سړی پوهيږي چه هغه بله وظيفه لري .

آواکس داسي الوتکي دي چه پر سر باندي يې د يوه غټ غاب غوندي رادار نصب دي ،او قطر يې 9 متره دی . يا په بل عبارت داسي يوه الوتکه ده لکه سړی چه بوينګ ته تغير ورکي . هغه د هوايي ساحې تشريح ورکوي ،او په عين حال کښي په هوا کښي د قوماندې مرکز دی ،د هوايي مخکي له مخکي خبرداري او کنترول سيسټم لري . اوس هيڅ هوايي جنګ بيله آواکس الوتکو نه تر سره کيږي .

د آواکس مخصوص ګردي رادار سيسټم له کبله هغوی کولای سي ،په 500 کيلومتره ليري فاصله کښي کښتياني ،طيارې او نور شيان سره طبقه بندي او وپيژني . د هغه په اصطلاح برقي سترګه کولای سي د 312000 کيلومتره مربع په اندازه ساحه وويني . يعني دونه لويه ،لکه جرمني .

د بوينګ 707 دغه مخصوص ډول کولای سي 9000 متره لوړه والوزي . ددې تر څنګ کولای سي په يوه ساعت کښي تر 800 کيلومتره چټک پرواز وکي ،او که يې ټانکۍ ډکه وي ،تر لس ساعته اضافه په هوا کي پاته سي .

دهغه عمله 16 تنه وي . په آواکس الوتکو کښي ددوو پيلوټانو تر څنګ د کمپيوټر او رادار کارپوهان هم موجود وي .

د امريکا متحده ايالات تقريبأ 30 آواکس الوتکي لري ،او پدې ډول تر ټولو ډيري . جرمني پخپله آواکس الوتکي نلري ، خو د ناټو د لاري په هغه کښي شرکت لري .

ناټو د آواکس پخپله مرکزي قرارګاه د جرمني په ګايلن کِرشن کښي 17 او د برتانيې په ويدينګټون کښي 7 آواکس الوتکي لري .

د آواکس د اکتشافي طيارو جوړيدل په 1970 مو کلو کښي تصويب سول،تر څو د ساړه جنګ پر وخت د ټيټو الوتکو مخنيوی وکي . په 1982 عيسوي کال کښي بيا ناټو خپله لمړنۍ آواکس الوتکه په کار واچوله . هغوي د 1990يمو کلو د خليج د جنګ په جريان کښي د عراق پر ضد، او د کوزو په جنګ کښي د يګوسلاويا په مقابل کي استعمال سولې .

AWACS und NATO Symbole
انځور: AP

په جرمني کښي د ګيرهارد شرويدر د صدراعظمۍ پر وخت په 2003 کال کښي د سره- زرغونه اييتلاف دې فيصلې ډيره غوغا رامنځته کړل ،چه جرمني دي د عراق د جنګ پر وخت د ترکيې د ساتلو په خاطر په آواکس الوتکو کښي برخه واخلي . صدراعظم شرويدر هغه وخت ويلي وه چه ،

« دناټو په مقابل کي مکلفيتونه به تر سره سي . خو جرمني به په يوه نظامي مداخله او عملياتو کښي برخه وانخلي . »

خو څه وخت نظامي مداخله او عمليات شروع کيږي ؟

آيا دا واقعأ د منلو وړ ده چه آواکس الوتکي دي عمليات کوي، په فضأ او هوا کښي تګ راتګ دي کنټرولوي ،او پر مځکه باندي دي اهداف کشفوي ،خو بيا هم په پوځي عملياتو کښي برخه نه اخلي . داسي يوه پوښتنه چه په جرمني کښي يې سياسي دريزونه تر اوسه پوري يو د بل په مقابل کښي درولي دي .

د جرمني د پارلمان دمسيحي دموکراټ دګوند وکيل اِکارد فون کليډن په افغانستان کي د آواکس دماموريت طرفداره دی ،او وايي چه ،

«په افغانستان کښي د آواکس دالوتکو ماموريت زموږ او زموږ د متحدينو د عسکرو امنيت لوړوي . هغه ددې سره کومک کوي چه ملکي تلفات راکم سي،او ملکي بيا ابادي پر مخ ولاړه سي . »

خو د زرغون ګوند بيا د هغه سره مخالفت لري .

د 11 تر سپټامبر وروسته د آواکس دالوتکو ماموريت هم پراخ سو . هغه اوس په ټوله دنيا کښي د ترهګرۍ ضد عملياتو کښي پکار لويږي ، او اکثرأ د هغه څخه کار اخيستل کيږي . که هغه د ناټو يا G8 سرمشريزه وي،يا په جرمني کښي نړيوالي اتلولۍ مسابقې وي .

ويوسټ /

کتونکي : محمد قاسم نوري