1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن د ښځو بين امللي ورځ ده

۱۳۸۸ اسفند ۱۷, دوشنبه

کله چي دجرمني صدراعظمه په رنګارنګ کالو کي په تلويزيون اويا نوروعکسونو کي راڅرکنديږي ،نوسړي ته دا ورپياديږي چي ښځي هم لوړ مقام ته رسيدلای شي

https://p.dw.com/p/MMxf
انځور: picture-alliance/ dpa

خو کله چي سړی دحکومت په کړۍ يا ايالتي اومرکزي پارلمان کي وګوري دټولو داسي خبرو سره سره چي ښځي اونارينه سره برابر دي، ډيري لږي ښځي دي چي د تصميم نيونکو نارينه وو په کتار کي دريدای شي . که پوښتنه وشي چي داقتصاد په ساحه کي څنګه ده ؟

سړی ويلی شي چي لدې نه هم بدتر . په هغو تصديو کي چي ونډي اودسهم سندونه يې دبهالرونکو اسنادو په بازارونوکي خرڅيږي، يوازي په يوو کي يوه ښځه له ټولو څخه لوړ مقام ته رسيدلې ده.البته په ښکته چوکيو کي سړی يوه يوه ښځه ليدلی شي ،خو اکثراً هغه منيجران اودتصديو مديران چي ټينګ او بريالي بلل کيږي ،بيله ښځو، او په خپلومنځو کي تنهادي .

داپه کومه بيه ؟

ګرترود هيولر دتصديو دمديرانو سلاکاره ليکي چي ديوې تصدۍ سرته دنارينه وو لاردډيري قربانۍ، دټولنيز وړوالي، او داحساساتي پياوړيتوب تقاضاکوي . دا نه يوازي دښځو دويري سبب کيږي بلکه ، دنارينه وو دنظر افق هم تنګوي . دا ډار تل موجود دی چي سياستوال اويا دتصديوستر مديران کله چي قدرت ته ورسيږي، زياتي هوايي، او له واقعيت څخه ليري کيږي . په هرډول هغه څه چي دنړيوال بحران دمنځته راتلو سبب شول دديې لپاره ښه مثال دی . دابحران دلويديز دمسولونارينه وو لخوا راوستل شو او ورته حوصله وشوه، اودټولي نړۍ ښځي اونارينه ورسره مخامخ شول .غريبي ددې پرځای چي کمه شي ،ورځ په ورځ ډيريږي ، اوډير بد عواقب له ځانه سره راوړي . اوهغه امکانات چي د دوه زرم کال دپريکړو اهدافو ته سړی ورسيدای شي، او فقر اوغريبي په نړۍ کي کمه شي ډيرکم شويدي .

په لويديزو صنعتي هيوادونوکي هم مالي بحران دځينو دکارپه بيه تمام شو او دبانکونودبچولولپاره داقدامونو مجموعي دډيرو هيوادونو دبودجو کسرونه ډيرزيات کړل . دا هرچيري بد عواقب لري، زده کړي ، روغتيا، دزړوپالني ، او عامه تأسيساتوته دهغه عواقب بد دي . ديوه عادی ژوندون لپاره څه شی نه پاته کيږي . اوداهم ښځو او هم نارينه ووته متوجه دي .

Internationaler Frauentag Ministerinnen
انځور: AP

البته چي داقليم په برخه کي هم بحران شته دی، داقليم دتغير په وړاندي هم دکومي داسي ستراتيژۍا نتظار نه کيږي چي ټول موافقه پرې وکوي .

خو بې تفاوته څه په سياست او څه په اقتصاد کي دښځو لري ليد ته اړه ده. ترڅو چي ټول واقعيتونه سړي وليدلای شي ، نو بايده دي چي په هره جرګه ګۍ، او کميټوکي لږ تر لږه په سلوکي 30 ښځي وي، ترڅو دهغو رايه اودکارظرز مهم او اغيزناک شي . په هغه صورت کي ممکن دا يو چانس وي چي د نارينه وو پر طرزالعمل اودهغو دکار په قواعدو کي يوڅه بدلون راوستل شي .

نوددې لپاره بايدي دي نارينه دکار په لوړو پوړوکي لږڅه ځای خوشي کړي اود دډيرو مسلکي او رسيدلو ښځولپاره څوکۍ تشي کړي . ځکه چي دوی ته پخپله هم يوڅه په لاس ورځي، زيادتره ګډکار او منصفانه رقابت منځ ته راځي .

په سويدن کي له ډيري مودې راهيسي داټاکلې ده چي په جرګه ګيو، پارلمانونو، په لويو تصديو اوداسي نورو کي دښځو شميربايد څومره وي . اوهالند هم همدا لږه موده دمخه پريکړه وکړه چي په هره معتبره جرګه ګۍ څه سياسي اويا اقتصادي څانګو کي ،که بانکونه او تصدۍ پخپله اقدام نکوي، دښځو شميروټاکل شي .

ماست کِرش نينګ/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري