1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن سهار په كراچي كې د يوې شخصي كمپنۍ يوه الوتكه ولويده

۱۳۸۹ آبان ۱۴, جمعه

الوتكه په داسي حال كي سهار وختي پر ۷بجي او ۱۳ دقيقې د كراچي هوايي ډګر ته نژدې په ګلستانه جوهر سيمه كي د كوټ پهلوان كورونو ته نژدې ولويده ،چي ويل كيږي يو ماشين يي د وخته لا خراب ؤ

https://p.dw.com/p/PzRC
انځور: Humanitarian Aid Division of WILDERNESS PAKISTAN

او دوهم يې تر پورته كيدو يوه دقيقه وروسته كار پريښوی.

د خبرونوپر اساس په دغه الوتكه كي ټول ټال سپاره 21 كسان چي دوه يې پيلوټان، يو د الوتكي كاركونكى او 18 سواريان وه، هغه وخت ووژل سول چي تر لويدو وروسته يې اور واخيستی.

داسي ويل كيږي چي ټول مړي سوځيدلي او تراوسه پوري يې شناخت نه دى سوى.

ايرماشل ريټايرډ محسود اختر وايي چي داپيښه د بي غورۍ له امله رامنځ ته سوي ده:

﴿بايد چي تر پورته كيدو مخكي هره الوتكه ښه وكتل سي چي كومه خرابي نه يي پكښي ، ولي چي بيا به دا رنګه پيښه نه رامنځ كيږي . دا ډيره خرابه پيښه وسوه﴾.

كه څه هم د پيښي ځاى ته د خبريالانو د ورتلو اجازه نه وه، خو په هوايي ډكر كي د پاكستاني ځواكونو يو مشر ليفټمينټ كرنل خبريالانو ته وويل چي دا د يوې شخصي كمپنۍ الوتكه وه چي د هوايي ډګر څخه لږ ليري ولويدل:

﴿زه چي كله د پيښي ځاى ته راورسيدم نو الوتكه ټوله تباه سوې وه امدادي عمله لګيا وه د پيلوټانو او مسافرو مړي يې راايستل ،پر الوتكه باندي اوربل و، په الوتكه كي ټول سپاره كسان وژل سوي دي ،هر څو چي دي خو موږ ته د 21 كسانو اطلاع راغلې ده﴾.

پاكستان تر دې دمخه هم د دارنګه پيښو شاهد دی، چي په روان

كال كي هم د كراچي څخه اسلام اباد ته تلونكې الوتكه د مارګلي په غرونو كي ولويده او پكښي سپاره ګرده 152كسان ووژل سول.

حبيب الرحمن تاثير