نن په تاريخ کي
۱۳۹۰ مهر ۶, چهارشنبهپه تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:
د 1678ميلادي کال په دغه ورځ ترکانو، آتن، وينيټيتن ته تسليم کړ، خو يو کال وروسته يي بيرته ونيوه.
د1915 ميلادي کال په دغه ورځ د ميسو پوټاميا په کوټ الامارا کي انګليسانو ترکانو ته ماتي ورکړه.
د 1939 ميلادي کال د سپتمر پر ۲۸ نېټه آلمان او پخواني شوروي اتحاد د پولينډ د وييش پر سره هوکړي ته ورسيدل.
د 1950 ميلادي کال په دغه ورځ اندونيزيا د ملګرو ملتونو غړيتوب تر لاسه کړ.
د 1970 ميلادي کال په دغه ورځ د مصر ولسمشر، جمال عبدالناصر، د زړه د ناڅاپي ناروغه له امله ومړ او انورسادات د هغه ځای ناستی سو.
د 1972 ميلادي کال په دغه ورځ جاپان او کمونست چين پر دې سره صلاح سول، چي ديپلوماتيکي اړيکي بيرته ورغول سي.
د 1980 ميلادي د سپتمبر د مياشتي پر ۲۸ نېټه ايران د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هغه پريکړه ليک چي د عراق سره دي جګړې ته د پای ټکي کښېښودل سي، په دې دليل در کړ چي عراق د دوی پر خاوره تيری کوي.
د ۱۹۹۴ ميلادي کال د سپتمبر د مياشتي پر ۲۸ نېټه د ايستونيا په نوم بيړۍ د سخت طوفان له کبله د بالټيک په سمندر کي ډوبه سوه، چي له امله يي تر ۹۰۰ زيات انسانان غرق سول.
آژانسونه/ سيدرياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل