1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاريخ کي

۱۳۹۰ آبان ۵, پنجشنبه

نن د پنجشنبې ورځ، د اکتوبر د میاشتې ۲۷مه نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۰۰ومه ورځ ده. د کال پاې ته ۶۵ ورځې پاتي دي.

https://p.dw.com/p/12zwP
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

د ۱۸۰۶م کال پر همدې ورځ ناپلیون بونا پارټ برلین ونیوه.

د ۱۸۰۷م کال پر ننې ورځ هسپانیې او فرانسې پر دې سره هوکړه وکړه چې پرتګال فتح کړي.

د ۱۸۷۱م کال پر دغه ورځ برطانیې د جنوبې افریقا د کیمبیرلي سیمه چې الماس په کې شتون لري د ځانه سره ضمیمه کړه.

د ۱۹۳۸م کال پر ننې ورځ د امریکا متحده ایالاتو د ډوپونټ شرکت د نیلون د اختراع اعلان وکړ.

د ۱۹۴۳م کال پر د اکتوبر په ۲۷مه نیټه په دوهمه نړیواله جګړه کې المان د اضافي پوځونو تر انتقال وروسته د ناورې او سویډن پوله وتړله.

د ۱۹۷۳م کال پر همدې ورځ د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه د مصر پلازمینې قاهرې ته ورسیدل، تر څو د اسرایل او مصر تر منځ اوربند کې مرسته وکړي.

د ۱۹۷۵م کال پر ننې ورځ د مصر ولسمشر، انورسادات، او د اسرایل لمړي وزیر، مناخم بګین، ته د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه.

د ۱۹۸۷م کال پر همدغه ورځ د جنوبي کوریا رایه ورکوونکو نوی اساسي قانون منظور کړ، چې دغې کار د ۱۶کالو وروسته د لمړي ځل لپاره د په مستقیمه توګه د ولسمشر د ټاکلو لپاره لار هواره کړه.

د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر په ۲۷مه انګلستان اعلان وکړ چې افغانستان ته به د عملیاتو په موخه خپل ۶۰۰تنه ځانګړي سرتیري ولیږي.

د ۲۰۰۲م کال پر همدغې ورځ په برازیل کې، لویس ایناسیو لولا داسیلو، د ولسمشرې ټاکنې وګټلې، هغه لمړنی چپي او د کارګرې طبقې کس وو چې د برازیل ولسمشر شو.

د ۲۰۰۳م کال پر ننې ورځ پنځه همغږیو شوو ځانمرګي بریدونو ۳۵تنه ووژل او تر ۲۰۰زیات یې ټپیان کړل.

د ۲۰۰۵م کال د اکتوبر په ۲۷مه نیټه اسرایل د میزایل په یوه برید کې د اسلامي جهاد د ګوند ۷تنه فلسطیني کسان ووژل. د اسرایل لمړي وزیر، ایریل شیرون، د فلسطیني مشر، محمود عباس، سره تر هغې پورې لیدل کتل رد کړل تر څو چې یې د وسله ډلو پر ضد کوټلي ګامونه نه وي اخیستي.

د ۲۰۰۶م کال پر ننې ورځ د المان پوځ په افغانستان کې خپل دوه سرتیري د یوې ککرې سره تر عکس اخیستو وروسته له خپلو دندو ګوښه کړل.

اژانسونه/ سید ریاض

کتونکی: مسعود جهش