1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاريخ کي

۱۳۹۰ آبان ۹, دوشنبه

نن د يکشنبي ورځ، د اکتوبر د مياشتي ۳۱مه نيټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۰۴ ورځ ده. د کال پاي ته ۶۱ ورځي پاتي دي.

https://p.dw.com/p/132Tm
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:

د ۱۷۳۳م کال پر همدي ورځ د اتريش څخه د پروتستنتانو وتنه پيل شوه.

د ۱۹۲۲م کال پر نني ورځ فاشسټ مشر بينټو موسوليني، د ايټاليي لومړی وزير شو.

د ۱۹۲۵م کال پر همدغه ورځ د فارس تخت و تاج قبضه کړ، په همدي ورځ د يونان پوځ پر بلغاريي بريد وکړ.

د ۱۹۵۳م کال د اکتوبر پر ۳۱مه نيټه د هندوستان په بيهار کي سيلابونو دوه ميليونه خلک بې کوره کړل.

د ۱۹۵۶م کال پر نني ورځ برتانوي او فرانسوي ځواکونو د سويس په جګړه پر مصر بمباري وکړه.

د ۱۹۶۸م کال پر همدي ورځ د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر، لينډن جانسن، د شمالي ويتنام په وړاندي د امريکا له لوري ټولي بمبارۍ ودرولې، او د سولي له پاره د ګټورو خبرو اترو هيله يې وښووله.

د ۱۹۸۴م کال د اکتوبر پر ۳۱مه نيټه د هند لومړۍ وزيره، اندرا ګاندهي، د خپل سکهـ ساتونکي له لوري ووژل سوه. تر دغي وژني وروسته شاوخوا دوه زره سکهان ووژل شول.

د ۱۹۹۵م کال پر نني ورځ په شمالي عراق کي د دولت د اپوزيسون په مرکزي دفترونو کي د چاودونو له امله ۲۲تنه ووژل شول.

د ۱۹۹۹م کال پر همدي ورځ د مصر يوه الوتکه چي د نيويارک څخه مصر ته الوتله، د ۱۰زره ميترو تر لوړيدو وروسته د اتلانتيک په سمندر کي راولويده، چي پکښي سپاره ټول ۲۱۷تنه انسانان ووژل شول.

د ۲۰۰۳م کال د اکتوبر پر ۳۱مه نيټه لومړي وزير مهاتير محمد د ماليزيا د مشري څخه لاس پر سر شو.

اژانسونه/ سيدرياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل