1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ آبان ۲۷, جمعه

نن دجمعې ورځ، د نومبر د میاشتې ۱۸مه نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۲۲ ورځ ده. د کال پاې ته ۴۳ ورځې پاتي دي.

https://p.dw.com/p/13DCn
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

د ۱۶۶۶م کال پر همدې ورځ فرانسویانو د انګلیسانو څخه، ویسټ انډيز، ونیوه.

د ۱۸۲۰م کال په ننې ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو کپتان، نتېنېل پارمیر، د انترکتیکا براعظم کشف کړ.

د ۱۸۸۳م کال پر همدې ورځ د امریکا متحده ایالاتو او کاناډا د یو معیاري وخت په ټاکلو باندې هوکړه وکړه.

د ۱۹۱۰م کال د نومبر په ۱۸ په مکیسکو کې انقلاب پیل شو، چې لس کاله یې دوام وموند او کابو د یو میلیون څخه زیات انسانان په کې ووژل شول.

د ۱۹۷۰م کال پر همدغه ورځ چین روسیې ته خپل سفیر و نوماوه او دا شان د څلورو کلونو په موده کې یې د لمړي ځل لپاره د خپلې لوړې کچې دیپلوماتیکي اړېکې ورغولې. لویدیځ المان او پولینډ هم دې هوکړې ته ورسیدل چې خپلې اړیکې بیرته ورغوي او په دې شان یې خپلې ۳۱ کلنې دښمنۍ ته یې د پایې ټکی کیښود.

د ۱۹۸۷م کال پر ننې ورځ د حقوقي کارپوهانو یوې ډلې په افغانستان کې د روسانو او ملاتړو ځواکونو له لوري د ډله ایزې وژنې، شکنجې او د کیمیاوې وسلو د کارونې خبر ورکړ.

د ۱۹۸۹م کال کې په ایل سلواردو کې د یوې اونې جګړې وروسته کابو ۸۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ۲۰۰۶م کال د نومبر په ۱۸مه نیټه د افغانستان په لویدیځ کې لرې پرتې سیمې چې د سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې د مرستندویه ټولنو کارکوونکې د خرو پواسطه دغو سیمو ته سفر وکړ. د دغه سیلابونو له امله لږ تر لږه ۵۳ تنو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش