نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ آذر ۶, یکشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۸۷۷م کال پر ننې ورځ، بورکینا، خپل اساسي قانون تصویب کړ.
د ۱۸۹۵م کال پر همدې ورځ الفریډ نوبل د نوبل جایزه تأسیس کړه.
د ۱۹۱۲م کال د نومبر د میاشتې په ۲۷ مه نیټه البانیې خپل ملي بیرغ تصویب کړ.
د ۱۹۲۶م کال پر همدې ورځ ایټالیې او او البانیې د سولې تړون لاسلیک کړ.
د ۱۹۴۵م کال پر ننې ورځ، جورج مارشال، د چین لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي په توګه ونومول شو.
د ۱۹۶۲م کال پر همدې ورځ د بوینګ ۷۲۷ ډوله الوتکې لمړنی ازمایښتي الوتنه تر سره شوه.
د ۱۹۶۶م کال پر ننې ورځ د اروګویه هیواد خپل اساسي قانون تصویب کړ.
د ۱۹۸۹م کال د نومبر د میاشتې په ۲۷مه نیټه د کولمبیا په یوه هوایې الوتکه کې د بم د چاودنې له امله ۱۰۷ تنه ووژل شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل