1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ آذر ۸, سه‌شنبه

نن د سه شنبې په ورځ د نومبر د میاشتې ۲۹مه نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۳۳ ورځ ده. د کال پای ته ۳۲ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/13IvW
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

د ۱۹۶۳م کال په همدې ورځ د جان اف کینیدې د وژنې د پلټنې لپاره یو کمیسیون وټاکل شو.

د ۱۹۸۲م کال پر ننې ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې له پخوانۍ روسېې څخه وغوښتل چې افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او د دغه هیواد خلکو ته اجازه ورکړي چې په خپله خپل حکومت جوړ کړي.

د ۱۹۸۷م کال پر همدغه ورځ یوه کوریایې الوتکه او د هغې ۱۱۵ مسافر ترې تم شول. د پیښې په اړوند د شمالي کوریا یو وګړی ونیول شو.

د ۱۹۹۲م کال د نومبر د میاشتې په ۲۹مه نیټه په آلمان کې د مهاجرینو پر یوه کمپ بمي برید تر سره شو.

د ۲۰۰۲ کال پر ننې ورځ یوه روسي سرتیرې چې د نشه یې توکو څخه یې استفاده کوله پر نورو روسي سرتیرو ډزې وکړې چې د دغې پیښې په پایلې کې اته کسان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.


آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل