1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ آذر ۲۱, دوشنبه

نن د دوشنبې ورځ د دسمبر د میاشتې ۱۲ نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۴۶ ورځ ده. د کال پای ته ۱۹ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/13REH
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

د ۱۶۴۲م کال پر همدې ورځ د هالند د بیړې یو کپتان، ابیل تسمان، نیوزي لنډ کشف کړ.

د ۱۷۴۲م کال پر ننې ورځ فرانسوي ځواکونو پراګ او چکوسلواکیه تخلیه کړه او بیرته فرانسې ته راستانه شول.

د ۱۸۰۰ د دسمبر د میاشتې په دولسمه نیټه واشنګټن د امریکا د متحده ایالاتو د پلازمینې په نوم ونومول شوه.

د ۱۸۰۴م کال پر همدې ورځ هسپانیې د انګلستان سره د جګړې اعلان وکړ.

د ۱۸۸۷م کال پر ننې ورځ ترکیې د لویدیځو هیوادونو څخه وغوښتل چې د روسیي سره د دوي په جګړه کې منځګړتوب وکړي.

د ۱۸۹۴م کال پر همدغه ورځ جاپاني ځواکونو پر کوریا برید وکړ.

د ۱۹۲۰م کال پر نن ورځ په آیرلنډ کې پوځي حکومت واګې په لاس کې واخیستې.

د ۱۹۹۲م کال پر همدغه ورځ د ختیځې اندونیزیا په یوه جزیره کې د زورورې زلزلې په ترڅ کې ۲۵۰۰ تنو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل