1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ آذر ۲۲, سه‌شنبه

نن د سه شنبې ورځ د دسمبر د میاشتې ۱۳ نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۴۷ ورځ ده. د کال پای ته ۱۸ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/13RmZ
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

د ۱۷۸۹م کال پر همدې ورځ هالندي اتریش، د بلجیم په نوم خپلواکي اعلان کړه.

د ۱۸۷۷م کال په ننې ورځ د روسیې په غوښتنه صربیا د ترکیې پر ضد نوې جګړه پیل کړه.

د ۱۹۳۷م کال د دسمبر په دیارلسمه نیټه جاپاني ځواکونو د چین د ، نانکینګ، سیمه ونیوله او د اټکلونه له مخې ۳۰۰ زره عام وګړي په ډله ایزه توګه ووژل شول.

د ۱۹۵۷م کال پر همدې ورځ د اټکلونه له مخې په لویدیځ ایران کې د زلزلې له امله ۱۰۶۲ تنو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ۱۹۶۹م کال په ننې ورځ انګلستان دا اعلان وکړ چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د لیبیا څخه خپل ټول پوځونه راوباسي.

د ۱۹۹۲م کال پر همدغه ورځ اسلامي تندلارو په لبنان کې یو اسراییلي سرتیری برمته کړ او ګواښ یې وکړ که چیرې د حماس د ډلې مشر، شیخ احمد یاسین، خوشې نه کړای شي هغه به ووژني. دغه سرتیرې بیا دوه ورځې وروسته مړ وموندل شو.

د ۲۰۰۳م کال د دسمبر په ۱۳مه امریکایي ځواکونو د عراق په تکرت سیمه کې د دغه هیواد پخواني مشر، صدام حسین، ونیو.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل