1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ دی ۱۲, دوشنبه

نن د دوشنبې ورځ د جنوري د میاشتې دوهمه نیټه او د ۲۰۱۲م کال دوهمه ورځ ده. د کال پاې ته ۳۶۴ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/13czJ
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

د ۱۷۹۹م کال پر همدې ورځ انګلستان د روسیې او ترکیې ایتلاف کې ګډون وکړ. ناپیلیون بونا پارټ د سوریې په طرف مخکې ولاړ.

د ۱۹۴۲م کال پر نن ورځ په دوهمه نړیواله جګړه کې جاپان د فلیپین پلازمینه، مانیلا قبضه کړه.

د ۱۹۶۵م کال په همدغه ورځ، ایوب خان، د پاکستان د ولسمشرې ټاکنې وګټلې.

د ۱۹۹۲م کال د جنوري د میاشتې په دوهمه نیټه د کروشیا پوځي قوماندانانو په دې هوکړه وکړه چې د ۲۴ ساعتونو دننه به جګړه ودروي، تر څو د ملګرو ملتونو سوله ساتونکي پوځونو ته لار پرانیستل شي.

د ۱۹۹۵م کال پر همدې ورځ د روسي ځواکونو له دې ادعا وروسته چې د بیلتونو غوښتونکو د چیچنیا پلازمینه یې لاندې کړې، ۲۴ ساعته وروسته د یاغیانو له خوا بیرته د ښار څخه وتمبول شول.

د ۱۹۹۷م کال پر نن ورځ کوفي عنان د ملګرو ملتونو عمومي دفتر ته د لمړي ځل لپاره د عمومي منشي په توګه راغی.

د ۱۹۹۹م کال د جنوري په دوهمه په انګولا کې د یاغیانو له خوا د ملګرو ملتونو یوه کارګو الوتکه راوغورځول شوه چې په کې د عملې اته تنه سپاره وو. دا په اتو ورځو کې دوهمه الوتکه چې راوغورځول شوه.

د ۲۰۰۹م کال پر همدې ورځ سري لنکایي ځواکونو د تامل پړانګانو مرکز تر ولکې لاندې راوست.

د ۲۰۱۰م کال پر نن ورځ د افغان ولسمشر، حامد کرزي، له خوا پارلمان ته د پیژندل شوې نوې کابینې د ۲۴ غړو څخه د پارلمان استازو ۱۷ تنه رد کړل.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل