1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ بهمن ۱۷, دوشنبه

نن د دوشنبې ورځ د فبروري د میاشتې ۶مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۳۷ ورځ ده. د کال پای ته ۳۲۹ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/13xlE
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۷۰۱م کال پر همدې ورځ په هسپانیه کې د وراثت په سره جگړه پیل شوه.

د ۱۷۱۵م کال پر نن ورځ د اترخت سولې د هسپانیې او پرتگال تر منځ جگړه پاې ته ورسوله.

د ۱۷۷۸م کال پر همدغه ورځ انگلستان د فرانسې سره د جگړې اعلان وکړ.

د ۱۸۶۹م کال د فبروري پر ۶مه د ترکیې تر ټاکلي ضرب الاجل وروسته یونان د کرت جزیرې پریښودولو ته راضي شو.

د ۱۸۹۷م کال پر همدې ورځ کرت بیرته د یونان سره یو ځای کیدل اعلان شول.

د ۱۹۵۲م کال پر نن ورځ د انگلستان پاچا، جورج شپږم ومړ. د هغه لور، الزبت دوهمه د هغه ځای ناستې شوه.

د ۱۹۷۱م کال پر همدغه ورځ د امریکا متحده ایالاتو ۱۴ ستور مزلو په سپوږمۍ کې د ۳۳ ساعتونو تیرولو وروسته بیرته د ځمکې په لور د خوځیدو چمتووالی نیوه.

د ۱۹۹۲م کال د فبروري پر شپږمه په الجیریا کې د اسلام پالو لاریون کوونکو او د امنیتي کړیو تر منځ د دریو ورځو د نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۲ تنه ووژل شول او نور ډیر ټپیان شول.

د ۱۹۹۴م کال پر همدې ورځ په فنلنډ کې د ولسمشرې په لومړنۍ مخامخ ټاکنو کې، مارتي آهتیساري ولسمشر شو.

د ۱۹۹۹م کال پر نن ورځ په فرانسه کې د کوزوو او یوگوسلاویا تر منځ د سولې خبرې پیل شوې.

د ۲۰۰۱م کال د فبروري د میاشتې په ۶مه نیټه ایریل شیرون د اسرائیلو د لومړي وزیر په توگه وټاکل شو.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل