1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ اسفند ۲۳, سه‌شنبه

نن د سه شبنې ورځ د مارچ د میاشتې ۱۳مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۷۳مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۹۳ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14JjL
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۵۵۲م کال پر همدې ورځ ترکانو پر هنگري برید وکړ.

د ۱۶۳۹م کال پر نن ورځ د هاروارد پوهنتون د جان هاروارد په نوم ونومول شو.

د ۱۹۱۳م کال پر همدغه ورځ د آستراليا دفدرالي دولت له لوري په رسمي توگه کانبیرا د دغه هیواد د پلازمینې په نوم ونومول شوه.

د ۱۹۶۷م کال د مارچ دمیاشتې پر ۱۳مه نیټه په چین کې د بزگرانو د بغاوت په اړه راپورونه ورکړل شول.

د ۱۹۷۴م کال پر همدغه ورځ عربي هیوادونه پر دې رضا شول چې پر متحده ایالاتو باندې د پنځو میاشتو راهیسې د تیلو بندیز ته د پای ټکی کیږدي. دغه کار د امریکا صنعت او اقتصاد زیانمن کړی وو.

د ۱۹۹۱م کال پر همدې ورځ د کویت امیر شیخ جابر الاحمد الصباح وروسته تر هغې خپل هیواد ته راستون شو چې د کویت هیواد د عراق د ولکې څخه بیرته آزاد کړای شو.

د ۱۹۹۲م کال پر نن ورځ د ترکیې هیواد یوې سختې زلزلې ولړزاوه او شاوخوا د ۵۷۰ تنو ژوند ئې واخیست.

د ۱۹۹۶م کال د مارچ د میاشتې پر ۱۳مه نیټه په سکاټلنډ کې یو وسله وال تن ۱۶ تنه ماشومان او د هغوی ښوونکی وواژه.

د ۱۹۹۷م کال پر همدغه ورځ يوه پوځي الوتکه د ایران په شمال ختیځه برخه کې راولویده او پکښې ۸۸ تنه ووژل شول.

د ۲۰۱۱م کال پر همدې ورځ په جاپان کې د څونامي زلزلې له امله د مړو شمیر تر ۱۰ زرو واوښت.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل