1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ فروردین ۴, جمعه

نن د جمعې ورځ د مارچ د میاشتې ۲۳مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۸۳مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۸۳ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14Pjv
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۰۱م کال پر همدې ورځ د روسیې مشر پاول اول، ترور شو او الکساندر اول د هغه ځای ناستې شو.

د ۱۸۴۸م کال پر نن ورځ د کډوالو لومړنې منظمه ډله نیو زیلند ته ورسیده.

د ۱۹۱۸م کال پر همدغه ورځ لیتوانیې د خپلواکۍ اعلان وکړ.

د ۱۹۵۶م کال د مارچ د میاشتې په ۲۳مه نیټه پاکستان د انگلستان په مشترک المنافع ټولنې کې د آزاد جمهوریت په توگه وپیژندل شو.

د ۱۹۷۸م کال پر همدې ورځ د متحده ایالاتو د سنا مجلس د تقاعدې عمر ۷۰ کلونه وټاکه.

د ۱۹۹۸م کال پر نن ورځ د روسیې ولسمشر بورس یلسن لومړی وزیر سره د ټولې کابینې برطرفه کړ.

د ۱۹۹۹م کال پر همدې ورځ یو وسله وال تن د پراگوایي د ولسمشر په موټر ډزې وکړې چې په ترڅ کې ئې هغه ووژل شو.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش