1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ فروردین ۱۲, شنبه

نن د شنبې ورځ د مارچ دمیاشتې ۳۱مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۹۱مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۷۵ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14VkW
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۶۸۳م کال پر همدغه ورځ پولنډ د روم د امپراطورې سره د ترکیې پر وړاندې ايتلاف جوړ کړ.

د ۱۹۳۶م کال پر نن ورځ انگلستان او فرانسې پر پولنډ باندې د برید په صورت کې د ملاتړ ژمنه وکړه.

د ۱۹۶۶م کال پر همدغه ورځ د لومړي وزیر هیندرک فرویورد، نیشنلست گوند په جنوبي افریقا کې ټاکنۍ وگټلې.

د ۱۹۹۴م کال پر نن ورځ د جنوبي افریقا ولسمشر په هیواد کې بیړنۍ حالت اعلان کړ.

د ۱۹۹۵م کال پر همدې ورځ د رومانیې یوه مسافر وړونکي الوتکه بخارا ته نزدې د کیښناستو لږ دمخه راولویده او پکښې سپاره ټول ۵۸ تنه ووژل شول.

د ۲۰۰۵م کال د مارچ د میاشتې پر ۳۱مه نیټه په کابل کې درې تنه امریکایان د شخصي زندانانو د ساتلو له امله د محکمې له لوري پر بند محکوم شول.

د ۲۰۰۶م کال پر همدغه ورځ د عراق په ختیځه برخه کې د زلزلې له امله ۷۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ټپیان شول.

د ۲۰۰۹م کال پر همدې ورځ بنیامین نتنیاهو د اسرائیل د لومړي وزیر په توگه وټاکل شو.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش