1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ فروردین ۱۳, یکشنبه

نن د یکشنبې ورځ د اپریل د میاشتې لومړې نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۹۲مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۷۶ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14W0y
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۹۱م کال پر همدې ورځ د لندن او پاریس تر منځ تلیفوني اړیکه ټنیگه شوه.

د ۱۹۳۱م کال پر نن ورځ د نیکوارگوا په پلازمینه ماناگوا کې زلزلې د ۲۰۰۰ کسانو ژوند واخیست.

د ۱۹۶۰م کال د اپریل د میاشتې پر لومړی نیټه او نو، د برما د لومړي وزیر په توگه وټاکل شو.

د ۱۹۷۴م کال پر همدغه ورځ آیت الله خمیني په ایران کې د یو اسلامي جمهوریت له پاره غږ پورته کړ.

د ۱۹۸۰م کال پر همدغه ورځ فرانسې یوه اتومي ازموینه تر سره کړه.

د ۱۹۸۰م کال د اپریل د میاشتتې په لومړې ورځ د عراق د ولسمشر د معاون طارق عزیز، د ترور هڅه ناکامه وشوه.

د ۱۹۹۲م کال پر همدې ورځ د نړۍ اوه بډای ترینه هیوادونه د پخواني شوروي اتحاد له پاره د ۲۴ میلیاردو ډالرو مرسته په ورکولو راضي شول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل